تکنالوژی

هیواد وال په انلاین ډول پاسپورټ ترلاسه کولای شي

د آنلاین پاسپورټ اخستنې په اړه د سه شنبې به ورځ د(کب ۲۱) جوړه شوې غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر شهزاد ګل آريوبي، د کورنيو چارو سرپرست مسعود اندرابي، د آسان خدمت ادارې او پاسپورټ رياست چارواکو ګډون درلود.

شهزاد آريوبي وایي د انلاین پاسپورټ سیستم په جوړیدو کې د چارو ادارې، د کورنيو چارو وزارت او نړيوالو تجربو څخه ګټه اخیستل شوې او په پلي کیدو سره به يې د پاسپورټ په اخيستلو کې اسانتیاوې رامنځته شي.
اريوبي زیاته کړه د انلاین سیستم جوړېدل افغان متخصصین او د یاد وزارت کارکوونکي په خپل ځان باوري کوي او هڅوي يې چي دېته ورته نور نوښتونه هم وکړي.

همدا اوس د انلاین پاسپورت سیستم د الکټرونيکي تذکرې، د هوايي ډګرونو او بندرونو سره وصل شوی او د ۳۴ ولایتونو سره يې د نښلېدو کار په چټکۍ سره روان دی.

دغه سیستم په ورځ کې د لس زرو پاسپورټونو د صادرولو وړتیا لري.

د مخابراتو وزیر وویل ژمن دی چې عامه خدمات عصري او ډيجیټلي کړي، پروسې اسانې او د فساد د مخنيوي لپاره زمينه سازي وکړي.

له نوموړي سیستم څخه د کابل په ګډون د ننگرهار، کونړ، لغمان، لوگر، پنجشیر، کاپیسا، میدان وردګو او پروان ولایتونو اوسېدنکي ګټه اخیستلای شي او ژر به ټول هیواد ته غزېږي.

پخواني سیستم ګڼې ستونزې درلودې او د پاسپورټ اخستلو ۱۶ پړاوه درلودل، له نېکه مرغه اوس ۴ پړاونو ته را ښکته شوي دي.

نظر بدهید