تکنالوژی

د افغانستا ترافيکي سیستم الکترونیکي کېږي

د کورنيو چارو وزارت د ترافيکي سيستم د عصري کولو او د سندونو د جعل او تزوير د مخنيوي په خاطر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ له وزارت سره د همکارۍ تفاهم ليک لاسليک کړ .

د دغه تفاهم ليک له مخې به د وسايط ټول سندونه برېښنايي شي.

د کورنيو چارو وزير ويس احمد برمک د دغه تفاهم ليک د لاسليک کولو په وخت کې وويل: د دغه تفاهم ليک هدف د وسايطو د سندونو او د لايسنس دجعل او تزوير او دبې سنده موټرونو د واردولو مخنيوى دى چې د برېښنايي سيستم په جوړولو سره به په ترافيکي چاروکې شفافيت رامنځته شي.

ښاغلی برمک وایي: دغه تفاهم ليک به د دوو کلونو لپاره وي او ټول تجهيزات به يې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له خوا برابر شي چې تر راتلوونکو درېيو مياشتو پورې به فعال شي او د دغه سيستم په فعالېدو سره وسايط په خپله د شخص په نامه ثبتيږي، بندرونه، ګمرکونه او ترانسپورت له دغه سيستم سره نښلول کيږي.

برمک له خلکو څخه وغوښتل چې په دې لاره کې د جعل او تزوير او د فساد د مخنيوي په خاطرهمکاري وکړي .

وروسته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزيرشهزاد ګل آريوبي وويل چې ددغه سيستم په کارولو سره په ترافيکي ادارو کې اداري بهير ساده او لنډ شي او شفافيت به رامنځته کړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزير د دغه سيستم د اغېزمنتوب په باب زياته کړه: د هېواد په ټولو ګمرکونوکې د دغه سيستم جوړول او د ترافيکو له مرکزي سيستم سره د هغه نښلول او له مرکز او ټولو اړوندو ادارو سره د ترافيکو د ادارې نښلول، د آرشیف شویو حادثاتو او د لايسنس ديجيتل کول او د عامه خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د يو واحد مرکز جوړول د دغه تفاهم ليک له اساسي هدفونو څخه دي.

د افغانستان په کچه د ترافيکو د سيستم لپاره د هر اړخيز مرکزي الکترونيکي سيستم جوړول؛ د جوازسير، لايسنس، د لين د ټکس، الکترونيکي رود پاس، د ترافيکو د لوى رياست او د هېواد د ترافيکو په مديريتونو پورې د اړوندو عامه خدمتونو د وړاندې کولو د بهير د آسانه کولو په ګډون به زياتې اسانتياوې رامنځته کړي.