خبرهای ورزشی

افغانستان له ایرلنډ سره لوبه مساوي کړه

د لوبې پچه ایرلنډ لوبډلې وګټله او د ځان لپاره یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

د افغان لوبډلې پيل هومره خوندور نه وه او ژر ژر یې خپلې ویکټې له لاسه ورکړې.

دوی په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو به سوځېدو سره سیالې ډلې ته د ۲۱۷ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان له لوري لوبډلمشر اصغر افغان له نورو زیاتې ۸۲ منډې وکړې، ونه سوځېده، ولې د ټپي کېدو له وجې له میدانه ووت.

محمد نبي ۴۰ او راشد خان ۳۵ منډې جوړې کړې.

په افغان بالرانو کې ظاهرخان ۲ محمد نبي، راشد خان او مجیب الرحمن یوه یوه ویکټه له مخې لرې کړه.

د پال سټرلنګ ویکټه راشد خان له مخې لرې کړه او په دې سره د نوموړي د ویکټو شمېر ۲۰۰ ته ورسېده.

د یوه ورځنیو لوبو له پنځو دوه افغانستان وګټلې وې یوه د باران له وجې مساوي اعلان شوه او دوه یې ایرلنډ وګټلې.

له دې وړاندې د شل اوریزو لوبو سیریز افغانستان ګټلی وه.

افغانستان له ایرلنډ سره د مارچ په ۱۵مه یوه ټسټ لوبه لري.

وړاندې له دې افغانستان خپله لومړۍ ټسټ لوبه له هند سره کړې وه، چې د افغان لوبډلې په ماتې تمامه شوه.

نظر بدهید