خبرهای داخلی

خلیلزاد: روښانه ده چې ټول د جنګ پای غواړي

 

د افغان سولې په اړه د پنځم پړاو خبرې ۱۶ ورځې وغځېدې، خو له کومې ځانګړې پرېکړې پرته پای ته ورسېدې.

دې خبرو ته افغان حکومت په خپل لومړني غبرګون کې خوشبیني ښودلې ده.

د افغان ولسمشر غني ویاندهارون چخانسوري په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي:

د افغان سولې پروسې په اړه د امریکا د متحدو ایالتونو له هڅو مننه کوو. هیله لرو چې نږدې راتلونکې کې  د دوامداره اوربند او افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو تر منځ د مذاکراتو زمینه مساعده شي.

بل پلو د امریکا ستر مرکچي زلمی خلیلزاد چې د دې خبرو اصلي لوبغاړۍ دی په خپلې ټوېټر پاڼه لیکلي چې د سولې په اړه پنځم پړاو خبرې پای ته ورسېدې.

”معلومه ده چې ټول لوري د جنګ پای غواړي د سولې شرایط ښه شوي سره له دې چې لوړې او ژورې شته، خو موږ په دې مسیر کې ځينې ګامونه اوچت کړي”.

نوموړي په خپل یو بل ټوېټ کې ویلي ”د سولې په اړه باید په څلورو ټګو موافقه وشي. له ترهګرۍ سره مبارزه، د ځواکونو وتل، د افغانانو خپل منځي خبرې او اوږد مهالی اوربند. د جنورۍ په خبرو کې موږ به کلي ډول په دې څلورو عناصرو موافقه وکړه. موږ اوس د لومړیو دوو په مسودې هوګړه کړې ده”.

د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپل وروستي ټوېټر پیغام کې ویلي، د ده لپاره بله مرحله په واشنګټن کې له ټولو شریکانو سره سلا او مشوره کول دي.

د نوموړي په وینا، دی به بیا له طالبانو سره ګوري او یوه توافق ته ترسېدو پورې هیڅ مورد نهایي شوی نه دی.

د دې اوږدې ناستې په اړه طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په یو خبر پاڼه کې ویلي په دې خبرو کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو او دا چې راتلونکې کې به له افغانستان څخه امریکایان او ملګري څه ډول ډاډه کېږي پرمختګ شوی دی.

د ځینو سرچینو په حواله دواړو لوري د مارچ میاشتې په پای کې بیا سره جرګه کېږي.

د سولې د مرکچي پلاوي مشري د امریکاء له لوري زلمی خلیلزاد او د طالبانو له لوري شیر محمد عباس ستانکزی په مخ وړي.

نظر بدهید