خبرهای داخلی

ګوترش: افغان حکومت او طالبان باید مخامخ خبرې وکړي

 

انټونیو ګوترش د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغانستان په اړه خپل راپور وړاندې کړ.

د ملګرو ملتونو سرمنشي په خپل راپور کې له افغان حکومت او طالبانو غوښتي چې سمدستي خبرو ته سره جرگه شي.

نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي چې سوله یوازې د بین الافغاني خبرو له لارې تر لاسه کېدای شي.

د افغانستان په اړه د ملګروملتونو دې غونډې ته د ولسمشراشرف غني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم وربلل شوی وه.

حمدالله محب وایي د افغانستان خلکو او بین المللي همکارانو بې شماره قربانۍ ورکړي.

ښاغلي حمدالله محب چې د دوشنبې په ورځ د (کب په ۲) دې غونډې ته خبرې کولې وویل:

د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونه د ترهګرۍ په ضد مبارزه کې کرار نه دي ناست، خو دا مبازره یوازې د افغانانو مسئولیت هم نه دی نړیوالې همکارۍ ته اړتیا لري.

نوموړي په خپلو خبرو کې له طالبانو سره د مخامخ خبرو پر پیل ټینګار وکړ او ویې ویل چې افغان حکومت او ولس د سولې لپاره ژمنې کړي  اوس له طالبانو وسله والو پورې اړه لري چې خپلې ژمنې عملي کړي.

د ښاغلي محب په وینا تر اوسه پورې موږ په دې کار کې پاتې راغلي یو چې د سولې له فرصتونوښه استفاده وکړو.

نوموړي دې غونډې ته وویل افغان حکومت تیار دی چې مخامخ خبرې وکړي، خو موږ باید دا خبره په یاد و لرو چې په افغانستان کې له طالبانو سره سوله دا مانا نه لري چې نړیوال تروریزم ته دې د پاي ټکی کېښودل شي.

افغان ځواکونه به بیا هم له ګواښ سره مخامخ دي او نړیوال باید په دې برخه کې له موږ سره همکاري وکړي.

په دې غونډه کې د ملګروملتونو ځانګړي استازي په دې خبرو ټینګار وکړ چې د سولې په خبرو کې د ښځو د حقوقو په ګډون باید د تېرو اتلسو کلونو لاسته راوړنې له پامه ونه غورځول شي.

تدامیچي یاماموتي په خپلو خبرو کې ویلي په افغانستان کې بشري وضعیت د اندېښنې وړ دی او ګڼ افغانان له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

نوموړي خوښي ښودلې چې په افغانستان کې ټاکنې او د سولې پروسې کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي.

نظر بدهید