خبرهای داخلی

ولسمشر غني: طالبان دې د سولې د مذاکراتو لپاره کابل ته راشي، دفتر ورکوو او امنیت یې ساتو

ولسمشر غني د لوړ پوړي دولتي پلاوي په ملتیا ننګرهار ولایت ته تللی او هلته یې په جوړې شوې غونډې کې وینا وکړه.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل جمهوررئیس او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، د ننګرهار د ولسونو، ملکي ادارو او امنیتي ارګانونو ښه همغږي، همکاري او ظرفیتونه موږ ټولو ته د لا ښه خدمت مورال راکوي.

شاه محمود میاخېل زیاته کړه، ستونزو ته به معقولې لارې ولټوو، د ولس وحدت به وساتو، ننګرهار او افغانستان به په ګډه په خپل فکر او مټو ابادوو.

په غونډه کې ملک نذیر او حاجي معاون د مشرانو په استازولۍ خبرې وکړې او وویې ویل خوښ یوو چې د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره ولسمشر شینوارو ته راغلی، تاسو نن داسې سیمې ته راغلي یاست، چې څه موده وړاندې ولسوال د ولسوالۍ له کلا څخه نشو راوتلی.

نوموړو مشرانو په خپلو خبرو د افغان ځواکونو د مبارزې او سرښندنو قدرداني وکړه او په ټینګار یې وویل: موږ هماغه باعزته او تلپاتې سوله غواړو چې تاسو یې غوښتنه کوئ.

نوموړو مشرانو وویل، د وخت شوروي اتحاد زموږ یو نیم میلیون افغانان شهیدان کړل او دلته یې ماتې وخوړه.

هغوی افغانستان ته سوله نه راولي، بلکې د غچ اخیستو په فکر کې دي او نه هم د مسکو سوله او موقت حکومت د افغانستان په ګټه دي.

دوی وړاندیز وکړ، چې د سولې د مذاکراتو لپاره په کابل کې طالبانو ته دفتر ورکړئ.

ولسمشر غني وویل زه نن د ننګرهار د ولسونو او په ځانګړي ډول د شینوارو او مومندو د مننې لپاره راغلی یم.

جمهوررئیس څرګنده کړه، غواړم له همدې ځایه ټول افغانستان ته مبارکي ووایم. هغه توره ورېځ او غبار چې خلکو فکر کاوه، خلاصی او ورکاوی نه لري، د ننګرهار د ولسونو او د امنیتي او دفاعي ځواکونو د اتلولیو او سرښندنو له برکته ورک شو.

ښاغلي غني د ۲۰۱ سېلاب قول اردو قومندان، د ننګرهار امنیه قومندان او د امنیت رئیس څخه له دې امله مننه وکړه چې هم یې په خپل منځ کې ګډ کار او همکاري وکړه.

ولسمشر غني وویل، موږ سوله مکه معظمه کې غواړو، هغه خوږه ده که مسکو؟

ولس وایي: مکې معمظې ته نه ولاړل او مسکو ته لاړل. هیله ده چې د ولس دې پوښتنې ته ځواب ووايي.
هغه زیاته کړه، تلپاتې او باعزته سوله راتلونکې ده او زه تل حاضر یم چې دغسې سولې ته خپل سر نذرانه کړم.

جمهوررئیس غني زیاته کړه، هغوی چې وایي د سولې لپاره څوکۍ قرباني کړه، نو څوکۍ خو مې د پلار او نیکه جایداد نه، بلکې د ولس امانت دی او اختیار یې هم له ولس سره دی.

هغه زیاته کړه، ځینې ګاونډیان وایي: داسې افغانستان غواړو چې اشرف غني نه وي په کې، خو دوی له اشرف غني نه، بلکې د هغه له مغزو او تدبیر وېره لري.

ولسمشر وویل، طالبان دې د سولې د مذاکراتو لپاره کابل ته راشي، دفتر هم ورکوو او امنیت یې هم ساتو.

د کوچني اختر د اوربند په څېر به دا هر څه سم مدیریت کړو. هغه زیاته کړه، موږ واحد ملت یوو او دا وطن کوم بهرني د قرارداد په اساس نه دی جوړ کړی، دا زموږ نیکونو د خپلو وینو او سرښندنو په قېمت پاللی او ساتلی.

د هېواد جمهوررئیس وویل، په عمل کې مې ټولو ته ثابته کړه چې موږ د اسیا زړه او څلور لاره یوو.