خبرهای داخلی

سرور دانش : دانتخاباتو دقانون په تعديل کې ټول موافقه لري .

 

په کابل کې د امريکا د سفير مرستيال کرن ديکر نن د ولسمشر له دويم مرستيال استاد سرور دانش سره وکتل .

د ولسمشر دوهم مرستيال له تروريزم سره په جګړه او دافغانستان په بيا جوړولو کې د امريکا د دولت او خلکو د همکاريو له امله قدرداني وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د مقتابلې همکارى په پراختيا او دستراتيژيکي اړيکو په پياوړتيا باندې ټينګاروکړ.

ښاغلي دانش هغې مشورتي غونډې ته په اشارې دجمهوري رياست دانتخاباتو له يوشمير نوماندانو او دسياسي ګوندونو له يوشمير مشرانو او استازو سره دجمهوري رياست په ارګ کې جوړه شوه وويل چې انتخاباتي اصلاحات او دانتخاباتو دقانون تعديل دټولو دموافقې وړ دي.

سروردانش زياته کړه چې په دې مشورتي غونډه کې د انتخاباتي اصلاحاتو او د انتخاباتو د قانون د تعديل په برخه کې بشپړ تفاهم شته او په اختلافي مواردو کې به په هغو مشورتي غونډو کې چې نن اوسبا له بېلابېلو اړخونوسره جوړېږي لازم تصميمونه ونيول شي.

په دې کتنه کې دامريکا دسفير مرستيال د انتخاباتي اصلاحاتو او د انتخاباتو د قانون د تعديل لپاره د افغان حکومت د هڅو هرکلى وکړ او هيله يې وکړه چې د دغواصلاحاتو په تطبيق سره دانتخاباتو بهير په شفاف اوسراسري ډول ترسره شي .

ده وويل چې دافغانستان نړيوال همکاران په تيره بيا د امريکا دولت او په کابل کې د ملګروملتو د سازمان د نمايندګي دفتر د قوانينو دا صلاح او تعديل او له دې جملې څخه دانتخاباتي اصلاحاتو په برخه کې د جمهور رييس د مرستيال د رهبرى او مديريت په نيت بشپړ باور او ډاډ لري.

په هغو غونډو کې چې په انتخاباتي اصلاحاتو او دانتخاباتو دقانون په تعديل کې دزياتو خبرو لپاره جوړېږي دجمهوري رياست دنوماندانو ، سياسي ګوندونواوپه انتخاباتو پورې اړوند دمدني بنسټونو او دافغانستان دحکومت يوشمير استازي ګډون لري .

نظر بدهید