خبرهای داخلی

د ټاکنو په قانون کې بدلون راځي

 

 

د جمهوري ریاست د راتلوونکو ټاکنو د یو شمېر نوماندانو، د سیاسي ګوندونو د رهبرانو او د هغوی د استازو په حضورکې مشورتي غونډه جوړه شوه.

دا غونډه د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې جوړه شوې وه د ټاکنو قانون د ځینو مادو د تعدیل او حذفولو پر طرحې بحث او خبرې وشوې.

په پیل کې جمهور رئیس غني د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، د ټاکنو په قانون کې د تعدیل په اړه عمومي اجماع ته اړتیا ده.

جمهوررئیس زیاته کړه، د ټاکنو قانون د تعدیل لپاره مسوده چمتو شوې، ترڅو د ټولو د نظریاتو پر بنسټ په کې تعدیل عملي شي.

یادې غونډې د جمهوررئیس د دویم مرستیال په مشرۍ دوام وموند او ګډونوالو د ټاکنو قانون د تعدیل په اړه خپل لیدلوري، نظریات او وړاندیزونه په مفصله توګه بیان کړل.

استاد دانش وویل، د ټاکنو قانون د تعدیل مسوده، یوه حکومتي طرحه نه، بلکې په دې اړه له ۲۰ څخه زیاتې غونډې جوړې شوې او دا طرحه د دې غونډو د وړاندیزونو او مشورو محصول دی.

غونډې پرېکړه وکړه، د نوماندانو، سیاسي ګوندونو او د ټاکنو اړوند مدني بنسټونو له استازو جوړه تخنیکي کمېټه به په دوو ورځو کې دغه مسوده له هر اړخیزو بحثونو وروسته نهایي کړي.