خبرهای داخلی

په ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې د خراسان څانګې وياند وژل شوی

افغان امنیتي چارواکي وایي چې په ختیځ ولایت ننګرهار کې د داعش ډلې د خراسان څانګې وياند دهېواد په ختيځ کې په هوايي بريد کې ووژل شو.

سلطان عزيز اعظم تېره شپه ډيورنډ کرښې ته څېرمه د ننګرهار ولايت په پچيراواګام ولسوالۍ کې په خپل پټنځي کې د ناتو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په هوايي بريد کې ووژل شو .

د ننګرهار ولایت امنیه قومندانۍ ویاند وايي چې سلطان عزيز اعظم ډيورنډ کرښې ته څېرمه په توره بوره غره هغه ځاى کې چې کلونه کلونه د القاعدې ډله په کې واکمني لرله، فعاليت کاوه.

ده وويل: د داعش ډلې د خراسان څانګې وياند د دغې ډار اچوونکي ډلې په تبليغ او دغې ډلې ته د ځوانانو د هڅولو او جذبولو په برخه کې مهم رول درلود.

سلطان عزيز دغه راز په افغانستان کې د داعش ډلې د ډار اچوونکو بريدونو خبرونه هم خپرول.