صحت

د مدني ټولنې غړو د وروستيو جګړو ټپيانو ته وينه ورکړه

په جوزجان ولايت کې د مدني ټولنې د بنسټونو يوشمېر فعالينو په دغه ولايت کې  د وروستيو جګړو ټپيانو ته وينه ورکړه.
په شبرغان ښارکې د مدني ټولنې د بنسټونو د شبکې رييسې مغفرت صميمي وويل: د دغې شبکې ٥٠ تنه غړي وو چې ١٠ تنه يې ښځې دي، د دغه ولايت د عامې روغتيا رياست ته لاړل او ټپيانو ته يې وينه ورکړه.
ده زياته کړه: د دغه پروګرام له ترسره کولو څخه زموږ هدف له اړو کسانو سره مرسته او دغه راز د وينې ورکولو د فرهنګ بنسټيزکول دي چې وکولاى شو خپلو هغو ورونو ته چې د دښمنانو پر خلاف په سنګرونو کې مبارزه کوي، يو خدمت ترسره کړو .
صميمي زياته کړه چې د مدني ټولنې د ځوانانو له خوا د وينې د ورکولو بهير دوام لري.