چهره ها

الھام الدین قیام صیب څوک دی

 

ښاغلی الھام الدین قیام د ارواښاد مولوي قیام الدین زوی دی په ۱۳۳۳ل/هـ کال د سلواغې په شپږمه د خوست ولایت د صبریو ولسوالۍ نورۍ کلي کې زیږیدلی دی.

پلا ریې ھغه وخت د صبریو د نورۍ کلي د جامع جومات خطیب او د دیني علومومدرس و.

نوموړی په ۱۳۴۳د خوست په غرغښت لیسه کې شامل شو، تر څنګ یې د اسلامي علومو زده کړو ته دوام ورکړ. د قرآنکریم د ژباړې او تفسیرترڅنګ یې د فقھی، نحوې، صرف اونظم ډېرکتابونه ولوستل.

ښاغلی قیام په ۱۳۵۳ز- کال د کابل پوھنتون د اقتصاد پوھنځي ته شامل شو او د۱۳۵۶ کال د سلواغې په میاشت کې له یاد پوھنځی د سوداګرۍ، پیسو او بانکدارۍ له څانګې فارغ شو.
دندې:
۱:- په ۱۳۵۷ په افغانستان بانک کې د تدقیق اومطالعاتو د غړي په توګه وګومارل شو.
۲:- د ۱۳۵۸ د افغانستان بانک د خپرونو آمر او د افغانستان بانک مجلې مسئول مدیرټاکل شوی دی.
۳:- په ۱۹۸۲ کال د بانکونود استھلاکي اوپراتیفونو د رئیس په توګه غوره شو.

۴:- د۱۹۸۴کال په نوامبرکې د افغان ملي بانک د ریاست د سلاکار دنده مخته وړله.
۵:- د ۱۹۸۵کال د مارچ په میاشت کې د افغان ملي بانک د نیویارک په نمایندګۍ کې د مرستیال په توګه مقرر شوی.
۶:- د ۱۹۸۸کال د اپریل په میاشت کې د ھمدې بانک د مرستیالۍ مسولیت ور ترغاړې شو.
۷:- د ۱۹۹۰کال په نیمایي کې د ملي بانک د رئیس شو او د۱۹۹۲کال تر لومړیو پوې په ھمدې دنده کې پاتې شو.

ښاغلی قیام صیب وایې پخوامې شعرنه دی لیکلی، خو په ۲۰۰۶کال د می په میاشت کې ھغه وخت چې د پښتو ژبې د ستر محقق او عالم ښاغلي ارواښاد محمد صدیق روھي جنازه له جرمني څخه افغانستان ته لیږدول کېده، احساسات راباندې غالب شول اود غونډې انانسرته دا څو کرښې تورې کړې.

د خوست خاورې بختورې
واوره زیری ناخبرې
له تاورک زوی درځي بېرته
له خوښۍ وایه سندرې
ستاد غېږې په آرمان دی
پرې راتاودې کړه وزرې
ښه په مینه غېږه ورکړه
روھي درغی له لرې

ښاغلی الهام الدین قیام له ۲۰۰۷ کال را په دې خوا شعر لیکلو ته مخه کړې اوغواړي چی د شعرله لارې د ولسونو په ځانګړې توګه د ځوانانو په را ویښولو کې خپل افغاني او پښتني رسالت سرته ورسوي اود سولې په پلوۍ اود جګړې په ضد مبارزه وکړي .

دا یې هم د شعر ځینې نورې بیلګې دي.

زمونږد کلي
چورکړې جګړه مارو ده ښکلا زمونږ د کلي
لوټماروھرڅه وړي دي په غلا زمونږ د کلي
راغلي یزیدیان دي مونږ په خپل کلي کې وژني
اوس ځکه جوړه شوي کربلا زمونږ د کلي
جګړې رانه د کلي مدرسه اومکتب وران کړل
ځوانان ېې کړل په چرسو مُبتلا زمونږ د کلي
د تورو شیطانانو تورفوځونه په چور راغلل
دېره او جومات دواړه شول تالا زمونږ د کلي
پخوابه په کوڅو کې ښکلي پیغلې ګرځیدلې
راغلې نن کوڅو ته ده بلا زمونږ د کلي
ھغې چی په ټول ژوند کې به ېې سپین کالي آغوستل
نن تورکالي آغوستي دي ملا زمونږ د کلي
ھغې چی پدې چم کې ځان مجنون مجنون کولو
په نورو خلکو چورکړه نن لیلا زمونږ د کلي
راټول شئ کلیوالو چې په ټولو ېې سنګسارکړو
په کورکې چی دښمن ساتي دالا زمونږ د کلي
په ھغولعنت ووایو،په مخ لاړې ورتوکړو
ھرچا چې ورانه کړی ده کلا زمونږ د کلي
راځئ چی د جګړې په ضد په ګډه قیام وکړو
د سولې جنډه بیرته کړو بالا زمونږ د کلي

افغانان یو
افغانان یو، افغانیت مو ګډ غُرور دی
ھرافغان ته بې غروره ژوند پېغور دی
افغانیت یې ھرافغان ته د ژوند ویاړدی
افغانیت دھرافغان د ژوند دستور دی
د دې خاورې ټول قومونه افغانان دي
دلته ھرقوم د بل قوم سکنۍ ورور دی
دا وطن دھرافغان بچي وطن دی
دا وطن دافغانانوګډ سترکوردی
څوک چې دا وطن په بل خرڅول غواړي
دا آرمان یی لانیکو وړئ تر ګوردی
څوک چی دا غیورملت په خیلو وېشي
یا دښمن دی،یا د کوم دښمن مزدوردی
افغانانوته اوس خپل دښمن معلوم دی
ھردښمن یې د شیطان په څیرمنفوردی
د قومونو ترمنځ ټینګ ملي وحدت دی
څوک چې دوی بیلول غواړي مخ یې توردی
افغانانو د ھغه چاپه ضد قیام کړي
چا که دوی ته د نفاق راوړئ اوردی

افغانه !
څوک چی یوافغان له بل بیلول غواړي
دوی مو خاوره په ټوټو ویشول غواړي
څوک چی نن له خپل ملي ھویت منکردي
دوی زمونږد ټینګ وحدت شړول غواړی
څوک چی زمونږله دښمنانودستورآخلي
په دستوریی ګران وطن ورانول غواړي
د پلمو په سریی ھره ورځ جنجال وي
د ملي غرور د جرړو ایستل غواړي
دلالان دي بیایی دام دی غوړولی
زمونږخاوره په پردوخرڅول غواړي
په تاږغ کوم افغانه ! سم یی واوره
چی وطن دی په میړانه ژغورل غواړي
خدای یوبل آزمون په تا باندې راوستی
بیا د حق په لارکې ستا آزمویل غواړي
په توپک باندی د توری وخت تیرشوی
په دښمن بری قلم خوځول غواړي
د قلم په توره جنګ ته ځان تیارکړه
د وطن دښمن ضرورماتول غواړي
دا دې وخت دی په ملي ( قیام) راووځه
ګران وطن دې له دښمن خلاصول غواړي

عاشق
نه فرھادیم،نه مجنون،نه آدم خان یم
نه یوسف،نه فتح خان،نه مومن خان یم
زه مین د چا په تورو سترګونه یم
خوپه خپل وطن مین یمه،افغان یم
دسروشُنډو،توروزلفوعاشق نه یم
زه قیام عاشق په ګران افغانستان یم

ای آسمانه
له آدم نه رانیولي، تردی دم
په انسان زیاتیږي،ورځ په ورځ ستم
ته له پاسه دلته ھروحشت ته ګوری
آفرین شه ای آسمانه ستاپه زغم
انسانان نوردلته ژوندکولای نه شي
اوس له دی دنیا جوړ شوی جھنم
ته دھرظُلم شاھد یی،ای آسمانه
زه که ته وای،له غُصی به چاودیدم
مابه دومره ناروا زغملي نه وای
لکه تندر به پری ښکته رالویدم
دانړۍ می له دی ظلمه خلاصوله
زه دھرظالم په سرراغورځیدم
مادھرظالم ماڼۍ ورسوځوله
لکه اوریی په قصرونولګیدم
چی دھرقاتل په سرمی سوراوربل وای
بیابه نه وای دلته کورپه کورماتم
مادځمکې،ھرکوچنئ خدای ورکولو
خلاصولومی له شره ټول عالم
دتورتم ھریوقاصدمی په سرویشتو
ورکولومی له دی نړۍ تورتم
مادمینی ھردښمن له منځه وړلو
ختمولومی دکرکې ھر رقم
بیابه دلته داظالم اومظلوم نه وای
تنګ به نه وای له خپل ژوندبنی آدم
یوبه خدای وای،یوبه مونږوای ای آسمانه
ټول به یوځای تلودخدای په لاره سم
په اتفاق به په قیام خدای ته ولاړوای
څومره ډیربه وای دخدای په مونږکرم

ټنګ ټکور
چی د پیو یو ډک جام وي
له سوکړکو یوډک شکوروي
په دېره کې یاران ټول وي
په ټول کلي کې ېې شوروي
ھم منګی وي ھم رباب وي
ښه په درب کې ټنګ ټکوروي
داسې وخت دې خدایه راشي!