اقتصادی

د مالیې وزارت سرپرست ولایتي ګمرکونو له مسؤلینو سره خبرې وکړې

د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د جمهوريرياست د عالي مقام ستر سلاکار ډاکټر محمد همایون قیومي،  ټاکل شویو عوایدي موخو ته د رسیدو لپاره د ولایتي ګمرکونو له مسؤلینو سره وکتل.

دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ
په دې کتنه کې چې د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معین او د ګمرکونو لوی رئیس هم شتون درلود، په شفاف ډول د عوایدو په راټولیدو او د ۱۳۹۸ مالي کال د ملي بودجې په سند کې ټاکل شوې موخې ته د رسیدو، د سوداګریزو توکو د چاقاقو په مخنیوي، د ګمرکي کړنو په معیاري کولو، په قانوني ډول د ګمرکي توکو په ترخیص، د ګمرکونو قانون، کړنلارو او تعرفې په پلي کیدو بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
په پای کې د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو، ناسته کې یاد شویو موخو ته د رسیدو لپاره ژمن ليک لاسلیک کړ.
دغه ژمن ليک به د ولایتي ګمرکونو د مسؤلینو د ارزونې اصلي معیار بلل کیږي چې له مخې به یې د ګمرکونو لوی ریاست د هرې ربع په پای کې، د ګمرکونو کړنې ارزوي او راپور به یې له وړادیز سره یو ځای د مالیې وزارت له مقام سره د لازمو پریکړو نیولو په موخه شریکوي

نظر بدهید