اقتصادی

د ۳۲۵ میلیونو امریکايي ډالرو وړیا مالي مرستې تړون لاسلیک شو

د ۳۲۵ میلیونو امریکايي ډالرو نوې وړیا مالي مرستې تفاهم لیک  د ماليې وزارت د سرپرست او د زېربناو په چارو کې د جمهوري ریاست عالي مقام ستر سلاکار محمد همایون قیومي او په افغانستان کې د نړیوال بانک دفتر د رئیس ښاغلي شوبهم چوهدري، ترمنځ لاسلیک شو.
د مالیې وزارت د یوې مطبوعاتي اعلامیې په لیږلو سره باختر آژانس ته لیکلي دي:
د مالیې وزارت سرپرست ډاکټر محمد همایون قیومي، د دغه تفاهم لیک د لاسلیک کولو په اړه وویل: ” د درېیو پروژو د تمویل هوکړه لیک چې نن له نړیوال بان سره لاسلکېږي، ټولیز ارزښت یې له ۳۲۵ میلیونه امریکایي ډالرو څخه زیات دی، چې د افغانستان د خلکو او حکومت اړتیاوو او لومړیتوبونو ته په کتو سره  د اقتصادي ودې پیاوړي کولو، د خدمتونو ښه کولو، د اداري اصلاحاتو د دوام لپاره به ولګول شي. ”
نوموړي زیاته کړه، “د دې مالې بستې له جملې څخه به ۲۰۰ میلیونه امریکایي ډالره د کارموندنې، ۵۰ میلیونه امریکاي ډالره په ښارونو کې د پانګونې په پروژو او ۷۵ میلیونه امریکاي ډالر به  د تغییر پروژې ته ځآنګړې شي. د نړیوال بانک له ارزښتمندې مرستې څحه چې د یادو مهمو او اساسي پروژو د تمویل لپاره یې کړي مننه کوم. ”
پر دې سربیره ټاکل شوې ده، چې د دې وړیا مالي مرستې ۵۰ میلیون ډالره په ښارونو کې د پانګونې پروژې ته د دوامداره پراختیا او د ۹ ولايتونو په مرکزونو کې د ژوند لپاره د ښه چاپېریال او شرایطو رامنځته کولو په موخه ځانګړې شي، چې په ولایتونو کې د ښارواليو د ظرفیت لوړولو، د مدیریت ښه کولو او د زېر بناوو رامنځ کولو له لارې به ولګول شي. د دغې وړیا مالي مرستې ۲۵ میلیون ډالره نړیوال بانک پورې اړوند د نړیوالې پراختیا ادارې ونډه او ۲۵ میلیون ډالره نورې مرستې يې د افغانستان د بیا رغونې صندوق ونډه ده.
په افغانستان کې د نړيوال بانک رییس، شوبهم چوهدري وویل: ” په اوس وخت کې کاري فرصتونو ته لاسرسی او غوره خدمتونه د افغانستان د خلکو په تېره بیا د کورنیو بې ځایه شوو او بیا راستنېدونکو افغانانو تر ټولو مهمه اړتیا بلل کېږي. دغه نوې مالي‌ ژمنه د غوره خدماتو د وړاندې کولو او د مهمو  پراختیايي پالیسیو لپاره د پلان جوړونې او د هغوی د تطبیقي چارو په برخه کې د حکومتي‌ ادارو ظرفیت د اداري اصلاحاتو له لارې لوړوي.