اقتصادی

د بلخ – اروپا د هوايي دهليز له لارې پنځه ټنه مالونه لندن ته وليږدول شول

د مولانا جلال الدين محمد بلخي له هوايي ډګرڅخه په لومړي الوتنه کې  د بلخ- اروپا د هوايي دهليز له لارې پنځه ټنه مالونه لندن ته وليږدول شول.
د بلخ – اروپا هوايي دهليز په دې دغې الوتنې سره په رسمي ډول پرانيستل شو.
باختر آژانس د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د خبرپاڼې له خولې خبر راکړ: د دغه هوايي دهليز د پرانيستلو په مراسموکې د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د خصوصي اوصنايعو د برخي دپرمختيا معين ظهورالدين شير زاده د هېواد د صادراتو د پراختيا په لاره کې د دغه وزارت د هدفونو په عملي کولو ټينګار وکړ او ويې ويل چې لندن ته  د مولانا جلال الدين محمد بلخي له نړيوال هوايي ډګرڅخه پنځه ټنه وچه ميوه لندن صادريږي .
ويل کيږي تر اوسه پورې د سلو ميليونو ډالرو په ارزښت پنځه زره ۴۰۰ ټنه وچه او تازه ميوه، طبي بوټي،غالۍ، دقره قل پوستکي او نور مالونه په ٤٢٥ الوتنو کې دکابل او قندهار له نړيوالو هوايي ډګرونو څخه بېلابېلو هېوادونو ته صادر شوي دي.
ددغه هوايي دهليز دپرانيستلو په مراسمو کې د بلخ والي او يوشمېر سيمه ييزو مسوولينو او سوداګرو ګډون کړى و.