فرهنگ و هنر

ولسمشر غني پنځه قلمه آثار موزیم ته وسپارل

ولسمشرغني د افغانستان ملي موزیم ته پنځه قلمه تاریخي آثار وسپارل.

په دې غونډه کې د ولسمشر په ګډون د ملي موزیم رئیس او نور چارواکو ګډون کړی وه.

په دې اثارو کې د(۱۳۰۱) د غازي امان الله خان د وخت توره د ۱۹پېړۍ ګلدوز شوې ښځینه لاسي بکسه، د برتانوي هند دوه سیکې او د ۲۰ پېړي د پيل یو (۱۰) نوټ او یو انګلیسي چاقو شامل دي.

دا تاریخي اثار صفی الله پاچا او حبیب الرحممن نوري د ولسمشر په لاس ملي موزیم ته وسپارل.

ښاغلي غني د نوموړو ملي احساس وستایه او مسوولینو ته یې د صفي الله پاچا او حبیب الرحمن نوري د تقدیرولو لارښوونه وکړه.

ولسمشر غني د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت او د ملي موزیم چارواکو ته د دغو تاریخي آثارو د خوندي ساتلو سپارښتنه وکړه.

ښاغلي غني وویل د دارالامان ماڼۍ دوه پوړه به ملي موزیم او درېیم پوړ به یې دولتي مراسمو ته ځانګړی شي.

هغه څرګنده کړه د غازي امان الله خان د وخت توره دا مانا چې دا وطن زموږ نیکونو او غازیانو په خپلو تورو او سرونو ساتلی او دا د هغوی د سرښندنو نښه ده.

هغه زیاته کړه غازي امان الله خان په هېواد کې د لومړني بانکنوټ په رواجولو سره د سکو انتقال اسانه کړ.

نظر بدهید