فرهنگ و هنر

پيغام

دمارچ دمياشتې داتمې ، دښځې دنړيوالې ورځې په مناسبت  داطلاعاتو او فرهنګ  وزارت دمشرتابه پيغام

داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دمارچ دمياشتې داتمې دښځې دنړيوالې ورځې له امله دافغانستان او نړۍ ټولو ښځو په تيره بيا ددغه وزارت ښځو ته مبارکي وايي او دهېواد دځواکمنو ښځو دبرياليتوب په هيله دژوندانه په ټولو برخو کې دښځو له رواحقوقو سره خپل ملاتړاعلاموي .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  په داسې حال کې ددغې تاريخي ورځې درناوى کوي چې دتيرو اوولسو کلونو په بهير کې دهېواد ښځو ته ښه فرصتونه برابر شوي دي ،دغو فرصتونو دافغانستان ټولو خلکو ، نړيوالې ټولنې په تيره بيا ښځو ته اجازه ورکړه چې دمنتخب دولت په ملاتړ ګام په ګام دپرمختګ  اوترقۍ پړاونه ووهي .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په ټولو برخو کې دښځو په مشارکت اوعدالت غوښتنې  په ټينګار سره دښځې نړيوالو کنوانسيونو په ژمنې سره چې دافغانستان دولت ورسره يوځاى شوى دى داسلامي اوملي ارزښتونو په رڼا کې دنورو دولتي ادارو اودښځې دحقوقو دفعالو بنسټونو په همکاري هڅه اوهاند کوي چې  په هېواد کې دملي پيوستون  ديوبل مننې او دښه فکري  سمون داصولو پربنسټ  دښځو دټولنيزو اړيکو دپياوړتيا  لپاره هڅه اوهاند وکړي .
داطﻻعاتو اوفرهنګ وزارت له ديني عالمانو ، دجوماتونو له امامانو او خطيبانو ، کورنيو او په تيره بيا له رسنيو څخه غواړي چې دفردي او ټولنيزو مسووليتونو اودهغه څه پربنسټ چې داسلام مبين دين  ټول مسلمانان دهغو په رعايتولو مکلف کړي دي او هم دهېواد دنافذو قوانينو  په پام کې نيولو سره په عملي پروګرامونوسره دښځې پرخلاف له هر راز توپير سره په مبارزه کې او دهغه په له منځه وړلو کې هر اړخيزې هلې ځلې وکړي او داسلام دمبين دين له لارښوونواو حکمونو سره  سم هره ورځ داسلامي شريعت  له مخې دښحې دمقام لپاره هڅه  او هاند وکړي .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له ټولو دولتي او نادولتي رسنيو په تيره بيا له راډيو ګانو او ټلويزيونونو څخه هيله کوي چې دښځو دحقوقو او مقام په باب دپوهاوي ورکولو دپروګرامونو په خپرولو سره  چې دټولنې نيمايي نفوس کېږي هڅه وکړي چې زموږ کورنۍ او ټولنه په نيکمرغۍ اوسوکالۍ کې ژوند وکړي.
ګرانو خويندو   راشئ  په فکري پيوستون او سمون سره ځان دکلکو حقوقي اساساتو ددفاع او ساتنې لپاره چمتوکړو .  په يقيني توګه دبشري حقوقو تامينول او ډله ئيزه وده اوسوکالي  په پيوستون او متقابل   درناوي کې امکان پيداکوي .
زموږ راتلوونکو نسلونو ته دپيوستون دسولې دټينګښت او  ددايمي  پرمختيا اوثبات په هيله

نظر بدهید