خبرهای داخلی

په فراه کې ٣٠ تنه پوځيان شهيدان او ٢٠ تنه نور د طالبانو له خوا ونيول شول

په فراه ولايت کې ٣٠ تنه پوځيان د دوى په پوستو د طالبانو په ډله ييز بريدکې شهيدان شول. په دې بريدکې يرغلګرو ٢٠ تنه نور پوځيان له ځان سره بوتلل.
د را رسيدلو خبرونو له مخې:
په سلګونو تنو يرغلګرو تېره شپه په قلعه کاه ولسوالۍ د پشت کوه په ساحه کې په يوې پوځي اډې يرغل وکړ.
دهېواد په لويديځ کې يوه پوځي مقام چې د نامه له اخېستلو څخه يې ډډه وکړه، وويل چې د وسله والو طالبانو په دې بريدکې٣٠ تنه پوځيان شهيدان او ٢٠ تنه نوريې د طالبانو له خوا نيول شوي دي .
تر اوسه پورې روښانه نه ده چې په دې پوځي اډه کې چا له طالبانو سره مرسته کړې ده او يا يرغلګر په يرغليز بريد بريالي شول چې دغې پوځي اډې ته ننوځي؟
د وسله والو طالبانو له دغه خونړي بريد يوه ورځ وروسته د دغې پوځي اډې د يوشمېر اسير شويو سرتيرو تصويرونه په ټولنيزو رسنيو کې لاس په لاس کيږي .
په يوشمېر رپوټونو کې ويل شوي دي چې په دې پوځي اډه کې پوځيانو د طالبانو د بريد په لومړيو شيبوکې د کومکي ځواکونو غوښتنه کړې وه، خو هېچا د دوى د ژغورنې په خاطر اقدام ونکړ او ټول يا ووژل شول او يا اسيران شول .

نظر بدهید