تکنالوژی

فیسبوک ۱۱۵ فيسبوکي حسابونه یې تړلي دي

فیسبوک وايي، ۱۱۵ فيسبوکي حسابونه یې وروسته له هغه تړلي چې امريکايي چارواکو دغې ټولنيزې شبکې ته شکايت وکړ چې دغه حسابونه ښايي له بهرنیو هېوادونو سره اړوندو مشکوکو فعالیتونو سره تړاو لري.
فیسبوک دا اعلام د دوشنبې په ورځ په یوه بلاګ خپرولو سره وکړ.
دا څو ساعته وروسته له هغه چې د امریکا قانون پلي کوونکو ادارو خبرداری ورکړ، په‎ داسې حال کې چې امريکايي رأيې ورکوونکي رأيې ورکولو مرکزونو ته ځي، پر ټولنيزو رسنیو ناسم خبرونو په اړه دې يې د روسیې، ايران او ځینې نورو هېوادونو هڅو ته پام وي.
تېره اوونۍ په يوه خپره شوې څېړنه کې راغلي چې د اکتوبر د شپږمې انتخاباتو په اړه پر ټولنيزو رسنیو خپاره شوي ناسم معلومات د ۲۰۱۶میلادي کال په پرتله په ډېره چټکۍ سره خپرېږي.
فیسبوک ويلي، د دغو ۱۱۵ حسابونو په اړه چې تړلي يې دي، نورې پلټنې هم کوي چې ايا له روسیې سره یې تړاو درلود که له انترنيټ څېړ نيز اژانس سره- ځکه له پخوا پر دواړو د امریکا په انتخاباتو کې د لاسوهنې تور وو

نظر بدهید