خبرهای داخلی

په فراه کې دطالبانو په بريد کې پوځيانو ته دسردروند زيان اوښتى دى .

په فراه ولايت کې په يوې پوځي قطعې د طالبانو بريد کې افغان ځواکون ته د سردروند زيان اوښتى دى .

په سیمه کې افغان چاواکي وایي چې په لسګونو کسانو تيره شپه د قلعه کاه ولسوالۍ دپشت کوه په ساحه کې د پوځيانو پراډې يرغل وکړ.

افغان چارواکي وایي چې دې نښتې څو ساعته دوام کړی او دواړه لورو ته دروند زیان اوښتی .

د فراه ولايت يوه امنيتي چارواکي چې د نوم له اخستلو څخه يې ډډه کوي وایي چې دوسله والو طالبانو په دې بريد کې په لسکونه تنه پوځيان شهيدان شوي دي .

ده وويل چې پوځيانو په دغه لرې پرتې سيمه کې دکومکي ځواکونو غوښتنه کړې وه .

ويل کېږي په دې پوځي اډه کې چې څه دپاسه شپيته تنه سرتيري او افسران موجود و څو تنه يې په تيښتې بريالي شوي دي .

په همدې حال کې ويل کېږي چې په دې جګړه کې وسله والو طالبانو ته هم دسردروند زيان اوښتى دى چې دقيق شمير يې معلوم نه دى
ددغې پيښې جزئيات وروسته خپريږي .

نظر بدهید