خبرهای داخلی

د سولې په اړه په ملي کچه مشورتي بورډ ایجادېږي

 

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د ویډیو کنفرانس له لارې د هېواد د ۳۴ ولایتونو د علماو، سولې او ښځو شوراګانو، د دولتي پوهنتونونو او بشري حقونو د رئیسانو ترڅنګ ملکي او نظامي مسئولینو سره دسولې پروسې په اړه خبرې وکړې.

په یاد ویډیو کنفرانس کې چې نن ماښام په توحید ملي مرکز کې جوړ شو جمهوررئیس وویل، د نننۍ ناستې موخه تر ډېره د سولې پر پروسې تمرکز دی.

د هېواد جمهوررئیس یادو مسوولینو ته وویل، د سولې پروسې په اړه په ملي کچه د مشورتي بورډ د جوړولو په موخه به له مشورو وروسته هر ولایت خپل استازي په درې ورځو کې معرفي کړي.

جمهوررئیس وویل، دیاد مشورتي بورد موخه داده چې په دې پروسه کې د ټولو ولایتونو استازي شامل وي، ځکه سوله ښکاره او په رڼا کې کېږي.

جمهوررئیس محمداشرف غني څرګنده کړه د مشورتي بورډ له ټاکلو وروسته به د دې بورډ غړي کابل ته راشي او د حکومت تخنیکي ټیم سره به په ګډه چې په سولې پروسه کې بوخت دی، کار وکړي.

جمهورئیس غني څرګنده کړه: کله چې د سولې د مذاکراتو لپاره زمینه برابره شي همدا مشورتي بورډ به د مذاکره کوونکي ټیم په جوړولو کې رول ولري او له دې پروسې سره به مرسته کوي.

د هېواد جمهوررئیس وویل، په پام کې ده په دې مشورتي بورډ کې د سیاسي ګوندونو، مدني ټولنې او ښځو د استازو ترڅنګ د هېواد یو شمېر نور شخصیتونه هم شامل شي.

نظر بدهید