اقتصادی

د افغانستان کرنیز محصولات د چین په نړیوال نندارتون کې ښه بازار لري.

 

دافغانستان کرنيز محصولات د چين دوارداتو په نړيوال نندارتون کې دپاملرنې وړ ګرځيدلي دي .

دچين دوارداتو په لومړني نړيوال نندارتون کې دافغانستان کرنيز محصولات او لاسي صنايع نندارې ته وړاندې شوي دي .

دصنعت او سوداګرى وزارت دوياند دڅرګندونوله مخې، دافغانستان کرنيز محصولات او لاسي صنايع په هغې نندارتون کې چې نن پرانستل شو دپاملرنې وړ ګرځيدلي دي .

دصنعت اوسوداګرى وزارت وياند مسافر قوقندي وایي چې دغه نندارتون د چين دولسي جمهوريت دجمهور رييس او دنړى دکابو سلو هېوادونو داستازو په شتون دچين دشانګهاي په ښار کې پرانستل شو .

ده زياته کړه دچين دوارداتو لومړنى نړيوال نندارتون دافغانستان په ګډون له بېلابېلو هيوادونو څخه دڅه دپاسه درې زره توليدي – صنعتي شرکتونو په ګډون دنوامبر په مياشت کې له پنځمې نيټې څخه پيل او دهمدې مياشتې تر لسمې نيټې پورې دوام مومي .

قوقندي زياته کړه چې دهيواد دصادراتي محصولاتو په نندارتون کې غالى ، زعفران ، تازه او وچه ميوه په تيره بيا جلغوزي ، قيمتي اونيمه قيمتي ډبرې او لاسي صنايع نندار ې ته وړاندې شوي دي .

نظر بدهید