خبرهای خارجی

امریکا پر ايران سخت بندیزونو ولګول

 

په ایران نن د امریکا نوي خو تر ټولو سخت بندیزونه ولګېدل.

د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا حکومت په ایران ټول هغه بندیزونه لګوي چې د ۲۰۱۵ کال اټومي تړون وروسته ترې لېرې شوي و.

په دې بندیزونو کې د تېلو صادرات، ټرانسپورټ، بانکونه او د دغه هېواد د اقتصاد ټولې مهمې برخې راځي.

خو له دې نېټې سره جوخت پرون د ایران په بيلابيلو ښارونو کې مظاهرې وشوې چې مرګ پر امریکا شعارونه يې ور کول.

دغو تندلارو مظاهره چیانونو له امریکا سره د خبرو مخالفت هم کړی دی.
د ایران د پوځ له خولې ویل شوي چې دوی د دوشنبې او سې شنبې په ورځو هوایي مانورو سره د خپل هېواد د دفاع وړتیاوې ښيي.

دغه مظاهرې او بندیزونه په تهران کې د امریکا د سفارت د نیولو له ۳۹ کالیزې سره برابر دي چې د لسیزو سختې دښمني سبب شول.

د امریکا د منځمهالو ټاکنو د کمپاین غونډې ته له تللو مخکې جمهوررئيس ټرمپ وویل، ایران د ده د ادارې د پالیسو په وخت هم سخته هڅه کړې ده.

په ایران دغه بندیزونه ډېرسخت دي. تر ټولو هغو سخت دي چې موږ لګولي دي.
موږ به ګورو چې ایران ته څه ور پېښېږي، خو دوی سم نه ځي او زه دا تاسو ته ویلی شم”.

له دې مخکې د ایران یوې ځواکمنې ادارې ګارډین کونسل یا دنګهبان شورا په هغه بېل د غور کولو پرېکړه وکړه، چې له مخې یې تهران له ملګرو ملتونو سره د ترهګرۍ د مالي مرستې خلاف تړون برخه دی.

د دې موخه د نړیوالومالي ونډو ادارې باوري کول وچې ایران د نړیوالوغوښتنې پوره کوي.

نظر بدهید