خبرهای خارجی

پامپیو: ډاډه یو چې ایران خپل اټمي پروګرام بیا نه پیلوي

CIA Director Mike Pompeo answers questions while speaking at the Center for Strategic and International Studies (CSIS) In Washington, Thursday, April 13, 2017. (AP Photo/Pablo Martinez Monsivais)

 

د امریکا د بهرنیوچارو وزیرمایک پامپیو وايي، ډاډه دی چې ایران به خپل اټومي پروګرام بیا پیل نه کړي.
ښاغلي پامپیو دغه خبرې په داسې وخت وکړې چې واشنګټن د نويو بندیزونو یوه لړۍ چې تر ټولو پراخه بلل شوې د ایران په تیلو او مالي چارو جاري کوي.

امریکا د روان میلادي کال په مې میاشت کې له ایران سره د پنځه جمع یو اټومي قدرتونو له موافقې ووت او د بندیزونو د بیا پیل هوډ یې وکړ.

امریکا وایي، تهران د بشار الاسد د رژيم په ملاتړ او ځینو نورو ورانکاریو د دې موافقې اصلیت ترپښو لاندې کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د ( سي. بي. ا س ) ټلوېزیون د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا ایران به د امریکا د بندیزونو د بیا پيلیدو په نتیجه کې خپل پخوانی چلند بیا پیل کړي؟ وویل: “موږ ډاډه یو چې ایرانیان به داسې پرېکړه ونه کړي.”

پامپيو مشخصاً اروپا ته خبرداری ورکړ چې: اروپايي شرکتونو ته به اجازه ورنه کړل شي، څو له ایران سره راکړه ورکړه ولري هم له امریکا سره تمه ده واشنګټن د هند، چین او ترکیې په څېر ځينو هېوادونو ته چې د ایران د تیلو لوی مشتریان دي یو څه وخت ورکړي څو د تیلو د اخېستلو اندازه صفر ته ورسوي.

نظر بدهید