خبرهای داخلی

جمهور رئیس محمد اشرف غني پکتیکا ته سفر وکړ

جمهور رئیس محمد اشرف غني د یوه پلاوي په ملتیا  نن سهار د  پکتیکا ولایت مرکز ښرنې ته ورسید .
د باختر اژانس د سیمه ېیز خبریال دخبر له مخې،جمهور رئیس محمد اشرف غني څو شېبې مخکې مرکز ښرنې ته رسیدلی او له  رسیدو سره سم یې  د پکتیکا د ولایت مقام لپاره د نوې جوړې شوې ودانې پرانېسته وکړه.
ویل کېږي جمهور رئیس به د دغه سفر په ترڅ کې د بېلابېلا قشرونو له استازو سره هم وکوری او د دوی ستونزې او وړاندیزونه به له نږدې واوري

نظر بدهید