خبرهای داخلی

په ننګرهارکې د نننیو تروریستي بریدونو په اړه مطبوعاتي اعلامیه

 

د افغانستان دښمنانو  د ننګرهار په مومندره ولسوالۍ کې پر لاریون کوونکو او په جلال اباد ښارکې پر ښوونځیو د تروریستي بریدونو په پایله کې زموږ یوشمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان کړل.
جمهوررئیس محمد اشرف غني د دغو تروریستي بریدونو د غندلو پرمهال وویل: زموږ پر هېواد تپل شوی روان جنګ هیڅ مشروعیت نه لري او پر ملکي تاسیساتو، جوماتونو، ښځو، ماشومانو او عامو هېوادوالو برید د بشریت ضد جنایت دی.
جمهوررئیس په ټینګار سره وویل، د افغانستان دښمنان د دغه ډول وحشتونو په ترسره کولو سره زموږ د هېوادوالو د روښانه راتلونکي او باثباته افغانستان اراده نشي کمزورې کولی.
هغه اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې ډیر ژر د ټپیانو درملنې او د قربانیانو کورنیو ته رسیدګي وکړي.
د هېواد جمهوررئیس د قربانیانو کورنیو ته د خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب څرګندوي، شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د بشپړې روغتیا دعا کوي.