خبرهای داخلی

په قندهار کې ۵۷ تنه وسله وال ووژل شول

 

د قندهار ولایت امنیتي مسوولین وايي چې د لوېدیځې ولسوالۍ میوند د سقوط لپاره راغلي ۵۷ تنه وسله وال طالبان د ځمکنیو او هوايي بریدونو په ترڅ کې ووژل شول.

د دغه ولایت امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق ویلي چې وسله والو طالبانو پلان درلود څو د میوند ولسوالي سقوط کړي.

هغه زیاته کړه چې وسله والو تېره شپه لس بجې پر یوه وخت د میوند ولسوالۍ په کلاښامیر او سره بغل سیمو کې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل، خو له وړاندې د نیولو شويو امنيتي تدابیرو په ترڅ کې ۵۷ تنه وسله وال ووژل شول او ۱۶ تنه نوریې ټپیان شول.

قوماندان وايي چې دغه راز په دې نښته کې د وسله والو طالبانو اووه موټرونه هم له منځه وړل شوي دي.

ویل کېږي په دې نښته کې څلور پولیس هم شهیدان شوي او یولس تنه نور ټپیان شوي دي.