خبرهای خارجی

ملگري ملتونو مصر ته خبرداری ورکړی چې ډله ییز اعدامونه بند کړئ

 

د ملگرو ملتونو د بشري حقونو د سازمان عالي کمیشنرې میشیل باشله، د مصر له استناف محکمې څخه وغوښتل چې د ډله ییزو اعدامونو احکام فسخه کړي.
میرمن باشله د مصر د ٢٠١٣ کال د مظاهره کوونکو د ډله ییز اعدام حکم چې د شنبې په ورځ د مصر د یوې محکمې له لورې وشو “غیر عادلانه” وباله.
د ملگرو ملتونو دغه مقام ټینګار وکړ چې که دغه حکم پلی شي د مصر “د قضایي سیستم ناکامي به انځور” کړي.
د مصر یوې محکمې د شنبې په ورځ د مصر د لوړپوړو اسلامپالو عصام ال اریان او محمد بلتاجی په ګډون د ٧٥ کسانو ته د مرگ سزا واوروله.
ددغو کسانو پر وړاندې د محکمې حکم د ٢٠١٣ کال د قاهرې په مظاهرو کې د ګډون په خاطر صادر شوی دی په کومو اعتراضونو کې چې د امنیتي ځواکونو سره په نښتو کې لږ تر لږه ٦٠٠ کسان وژل شوي وو.
د مصر د پخواني جمهوررئیس محمد مرسي زوی اسامه ، هم په ١٠ کاله بند محکوم شوی دی. محکمې شاوخوا ۳۷۴ تنه په ١٥ کاله بند او ۲۱۵ تنه یې په پنځه کاله بند محکوم کړي دي چې د هغوی په ډله کې یو فوتو ژورنالیست هم شامل دى.
میرمن باشله همداشان د “مصر په یو قانون” انتقاد وکړ چې د مصر د پوځ لوړپوړي منصبداران یې په راتلونکې کې د قضایي تعقیب نه مصون ګڼلي دي.
د مصر پارلمان د ٢٠١٨ کال په جولای میاشت کې یو قانون تصویب کړ چې له مخې یې د هغه هیواد لوړپوړي پوځي مقامات چې د ٢٠١٣ کال د مظاهرو پروخت په تاوتریخوالي کې ښکیل وو له قضایي تعقیب نه مصؤن وګڼل.
د بخښنې نړیوال سازمان هم د شنبې په ورځ د مصر دغه محاکمه “شرموونکې” بللې وه.