خبرهای داخلی

په کونړ کې د طالب او داعش وسله والو تر منځ جګړه روانه ده

 

افغان امنیتي چارواکي وایي چې په کونړ ولايت کې د داعش او طالبانو ترمنځ جګړې د زياتيدو خبر ورکړ شوى دى .

دغه جګړه يوه مياشت مخکې له چپې درې ولسوالۍ څخه پيل شوه او لمن يې نورو ولسواليو ته هم پراخه شوې ده.

تر اوسه پورې په دغو جګړوکې له دواړو لورو څخه په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او دغه راز يوشمېر نور يې د سيالو ډلو له خوا نيول شوي دي.

افغان چارواکي وايي چې په نويو جګړوکې له دواړو لوروڅخه ٦ تنه ډار اچوونکي وژل شوي دي.

ده وويل: جګړه د چپې درې ولسوالۍ په لرو پرتو سيموکې د پراختيا غوښتنې او د زکات په نامه له خلکو څخه په زور د اخستل شويو پيسو د وېش د څرنګوالي پرسر پيل شوې ده او لا هم دوام لري.

د ملي اردو دغه قوماندان وايي چې په کونړ ولايت کې د داعشيانو او طالبانو ترمنځ جګړه زور اخستې ده.

د را رسيدلو خبرونو له مخې: په دې جګړې کې ډار اچوونکي د يو او بل په کورونو بريد کوي او سوځوي يې.