اقتصادی

سعودي له کاناډا سره سوداګریزې اړیکې وځنډولې

 

سعودي وايي، د دغه خلیجي سلطنت په کورنیو چارو کې د لاسوهنې له امله له کاناډا سره ټوله نوې سوداګرې او پانګونه ځنډوي.

د سعودي د بهرنیو چارو وزارت په یوه لړۍ ټوېټونو کې وايي، د کاناډا سفیر له هېواد اېستل غواړي او له اوتاوا هم خپل سفر ور بولي.

د ریاض دا ګام له هغه وروسته دی چې کاناډا وویل، د سعودي له خوا د ځینې انساني حقونو د فعالو د نیونې له امله “سخت خواشیني” دي.

په نیول شويو فعالو کې سعودي توکمه امریکايۍ سمرا بداوي هم ده، چې د ښځو د حقونو لپاره یې هڅې کولې.

مېرمن بدوي پر سعودي مېرمنو د نارینه وو د قیموميت یا سرپرستۍ نظام د پای ته رسېدلو غوښتنه کوي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، په خپلو چاروکې هیڅ ډول لاسوهنه نه مني.

دوی د کاناډ د بهرنیو چارو وزارت د تېرې اوونۍ بیان ته اشاره کوي چې پکې له ریاض غوښتل شوي د مدني ټولنې اوښځو چاروفعالې سملاسي خوشې کړي.

نظر بدهید