خبرهای داخلی

په غور کې څه ناڅه زر کورنى بې ځايه شوي دي .

 

په غو رولايت کې د وروستيو جګړو له امله څه ناڅه زر کورني ددغه ولايت له بېلابېلو ولسواليو څخه له خپلو کورونو څخه وتلي دي او په فيروز کوه ښار کې ځاى پرځاى شوي دي .

دغورولايت دمهاجرينو د راستنولو دچارو رييس عبدالرب غفوري وايي چې ددغه ولايت په څو ولسواليو کې وروستۍ ناامنۍ ددې سبب شوي دي چې خلک له خپلو کورونو څخه ووځي او ددغه ولايت مرکز ته پناه راوړي خو موږ ددغو بې ځايه شويو دزياتوالي له امله انديښنه لرو ځکه وچکالي هم ددې سبب شوى دى چې خلک له خپلو کورونو څخه بې ځايه شي .

ده وويل چې د خيريه موسسو په مرسته بريالي شوي و چې له دغو بې ځايه شويوکورنيو سره مرسته وکړو خو دغه مرستې کافي نه دي . او دوى زياتو مرستو ته اړتيا لري . .

ده زياته کړه موږ هلې ځلې کوو چې مرستندويو موسسې جلب کړو چې ددغې ستونزې په لرې کولو کې له موږ سره همکاري وکړي .