چهره ها

غازي عمراخان

 

 

غازی عمراخان چې د افغاني نپولین(ناپیلیون) په نامه هم شهرت لري د امان خان زوی او د فيض طلب خان لمسی و چې د باجوړ د تر کلاني ټبر دعيسی خيلو د ښاخ د مستي خيلو دڅانګې نه و.
نو موړی په(۱۸۶۰ زیږدیز) کال کې د پښتونخوا په جندول کې زیږیدلی دی. لومړنۍ زده کړې یې په خپل کور کې د قاضي عبدالجلیل نه وکړې او قرآن شریف یې د حافظ عبدالمنان نه زده کړ.
د غازي عمرا خان نیکه فیض طلب خان د جندول واکمن واود شپږزرو تنو یو لښکر یې درلود او د امبیله په جګړه کې د انګریزانو سره په نره جنګیدلی و.
د فیض طلب خان تر مړینې وروسته یې زوی امان خان دجندول واکمن اوستر خان و.
د عمراخان تر مړینې وروسته غازی عمراخان د خپلو ورونو له خوا فراراو تبعید شو. لومړی د اتمان خیلو د قبیلې مشرلالي خان ته ورغی او وروسته بیا د پچهیګرام خان غلام محمد خان ورته پناه ورکړه.
په ۱۸۸۰ زیږدیز کال کې غازي عمرا خان د حج د فریضې داداکولو لپاره مکې معظمې ته لاړاو کله چې بیرته راستون شو نو د جندول حالات خراب ول.وروسته بیا ده دجندول د خانۍ چارې په خپل واک کې واخیستلې او د خلکو په خوښه د جندول د سیمې خان او واکمن وټاکل شو.

غازي عمراخان له پیله د انګریزانو سره په زړه کې د ښمني درلودله ،نو ځکه د انګریزانو هم چندانې نه خوښیده او دی يې د خپل ځان لپاره یوستر خطر ګاڼه. همدا وجه وه چې ده دورځو په تیریدلو سره د پیر نګیا نو پر خلا ف خپل پو ځي ځواکونه پیاوړي کول.
د غازي عمراخان او پیرنګیانو تر مینځ ډیرې جګړې شوي دي . یو ځل د ۱۸۹۵ زیږدیز کال د اپریل دمیاشتې په ۱۱ نیټه کله چې انګریزانو غوښتل پر جندول برید وکړي نو دوی خپل پوځونه او لښکرې سیدو ته راوستلې څو د پنجکوړه پرسیند پورې وځي او د غازی عمراخان پر لښکرو برید وکړي، خو پښتانه شاه زلمیان د عمراخان پر مشرۍ پر انګریزانو مرګوني ګوزارونه وکړل او د دوی ۲۳ تنه سرتیري اودرې ستر پوځي افسران یې ووژل.

د خواشینۍ خبره داده چې انګریزانو د غازي عمرا خان پر خلاف ځينې پښتنو مشرانو ته د خان بهادر لقبونه ورکړل او په نغدو روپیو او خلعتونو یې ونازول څو د غازي عمراخان پر خلاف د انګریزانو ملګرتیا وکړي.انګریزانو د همدې کار لپاره ځینې روحانیون هم وګومارل چې د غازی عمراخان پرخلاف په جوماتونو کې پرو پیګینډې وکړي چې په دغو روحانیونو کې موکراني ملا او ځینې نور هم شا مل ول.
له بلې خوا د غازي عمراخان ځینې جاه طلبه او په ځواک او قدرت مین خپلوان او دوستانو هم غازي عمراخان ته ستونزې رامینځ ته کړې .

وروسته بیا انګریزانو پر جندول برید وکړ او دغازي عمراخان کلایې چې مونډا نومیدله محاصره کړه او دغازي عمراخان ۳۰۰ تنه ملګري پکې دانګریزانو دتوپونو په ګولیو شهیدان شول.

غازي عمراخان ته بله چاره پاتې نه شوه او په ۱۸۹۵ زیږدیزکال کې افغانستان ته لاړ.په هغه وخت کې د افغانستان واکمن امیر عبدالرحمن خان و. امیر عبدالرحمن خان د غازي عمراخان تو د هر کلی وکړ او ده ته یې کور او محافظتی ګارډ (ساتونکي) ورکړل خوعمراخان ته یې د دې اجازه ورنکړه چې د انګریزانو پرخلاف جنګي تیاری ونیسي ځکه امیر عبدالرحمن خان نه غوښتل چې انګریزان دې له ده نه خپه شي.
امیر عبدالرحمن خان غازي عمراخان ته د سردار بهادر لقب هم ورکړ.غازی عمراخان په ۴۴ کلنۍ کې په کابل کې وفات شو او پخپله امیر عبدالرحمن خان دده د دجنازې په مراسمو کې ګډون وکړ اود ده جنازه په درناوي سره خاورو ته وسپا رله شوه.
د ده مزار د کابل د چهاردهي په سیمه کې پروت دی او د افغانستان حکومت دغازي عمراخان د درناوي لپاره په کابل کې یو ښوونځي (سکول) هم جوړ کړی دی چې دغازی عمراخان دهای سکول په نامه سره یادیږي .
دغازي عمراخان سپیڅلې اروا دې ښاده او دده یاد دې تل تازه وي.
لیکوال: لطیف یاد