چهره ها

استاد بختانی خدمتګار د ۹۳ کلونو په عمر مړ شو

د پښتو ژبې تکړه لیکوال، څېړونکی، تاریخ پوه او شاعر عبدالله بختانی خدمتګار له دې نړۍ وګوچېده.
نوموړي چې د خپل ژوند اوږده کلونه یې د پښتو ژبې او ادب ته په بېلا بېلو ځایونو کې کار کړی. نن د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۹۳ کلونو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې کړې.
استاد عبدالله بختانی خدمتګار په ۱۳۰۳ کال د ننګرهار ولایت سرخ رود ولسوالۍ بختان کلي کې زېږېدلی دی.
لومړنۍ زده کړې یې په خپل پلارني ټاټوبې کې وکړې. په ۱۹۶۳ میلادي کال کې په روسیه کې د روسي ژبې او ادبیاتو په برخه کې له لومونوسوف پوهنتون څخه د تدریس او درسي موادو چمتو کولو میتود په برخه کې ډیپلوم تر لاسه کړ.
عبدالله بختاني ۲۳ کاله په پښتو ټولنه کې او له هغه وروسته ۱۴ کاله په علومو اګاډمۍ کې په علمي او څېړنیزو فعالیتونو بوخت وه.
د استاد بختاني جنازه نن یکشنبه د ننګرهار په سره رود کې په پلرنۍ هدیره کې خاورو ته سپارل کېږي.
د ښاغلي بختاني د مړینې په اړه د ولسمشر غني فرهنګي سلاکار اسدالله غضنفر وایي”د استاد بختاني مړینه د پښتو ادبیاتو لپاره یوه لویه ضایعه وبلله.
نوموړی وایي بختانی صاحب د افغانستان د معاصر ادبي بهیر یو ځلانده ستوری او د پښتو ادب تاریخ لوی مورخ وو” .
استاد بختاني په پښتو او دري دواړو ژبو څه باندې سل اثار لیکلي. زیات یې چاپ او یو شمېر لا هم د چاپ انتظار باسي.
د بختاني صاحب په ژوند او ادبي هلوځلو تېر ۱۳۹۵ کال د زمري په ۱۳ د افغانستان ملي رادیوتلوېزیون، افغان آرت او ګوېته انستېتیوت په ګډه ”یولیکوال یو خدمتګار “تر عنوان لاندې یو مستند فلم جوړ کړی وه.