چهره ها

د سارک جایزه استاد منلي ته ورکړل شوه

د سريلانکا د ګال په ښار کې د سارک هیوادونو کلنی ادبي فستیوال د جنورۍ ۲۴ پیل شو.
په دغه سیمه ییز سازمان کې اته هیوادونه غړیتوب لري. افغانستان، بنګلدیش، بوتان، مالدیف، نیپال، هند، پاکستان او سریلانکا.
د دې سازمان عمده هدفونه په اقتصادي او اجتماعي برخو را څرخي. د دې سازمان غړي مکلف دي چې په کرهنه او مادارۍ، مخابراتو، انرژي، چاپېریال ساتنه، د بشري منابعو پراخوالی، ګرځندوی او اطلاعاتو په برخه کې یو له بل سره همکاري وکړي.
د سریلانکا ګال ښار د سږ کال د سارک ادبیاتو د کلني جشن کوبه وه.
چې د غړو هیوادونو یو شمېر ادیبانو، شاعرانو، لیکوالو او کره کتونکو ګډون کړی وه.
دغه ادبي فستیوال د سارک غړو هیوادنو هغو نامتو ادبي څېرو ته چې د ادبیاتو په برخه کې یې د پام وړ کار کړي وي ادبي جایزړه ورکوي.
د افغانستان په استازیتوب سږ کال دا غوره جایزه افغان لیکوال، کره کتونکي او شاعر نجیب الله منلي ته ورکړل شوه.
نومړې جایزه له دې وړاندې پوهندوی خالق رشید او عبدالوکیل سوله مل هم اخستې ده.
ښاغلی نجیب منلی د مشر استاد زین الله منلي زوی په ۱۳۳۷ کال په کابل کې سترګې وغړولې، خو پلرنۍ ټاټوبی یې د ننګرهرا رودات دي.
نجیب منلي خپلې لومړنۍ زړه کړې د کان په کلیوال ښوونځي کې پیل کړې، بیا یې د کابل په استقلال کې تر دولسم ټولګي پورې زده کړې وکړې.
لوړې زده کړې یې د دوکتورا تر کچې په فرانسې کې وکړې.
د استاد په خپله وینا ”زه لا پوخ نه وم چې کېج شوم د ژوند په داسې یو پړاو کې له کور او کلي ووتلم چې لا د خپل ټاټوبي د فرهنګ په خم کې مې سمې غوټې نه وې وهلې او رنګ مې نه و اخستی. د بل کلي ته چې ورسېدم زما د شخصیت رخت هغسې سپین نه وچې د هغه ځای رنګ
راباندې ناست وای . بیا مې په کور ولګېد او زه هملته د نشت او شته تر منځ بند پاتې شوم “.
استاد نجیب منلی په پښتو، دري، فرانسوي او انګلیسي ژبو پوهېږي له اردو، عربي، جرمني او روسي سره هم څه ناڅه اشنايي لري.
نوموړي تر دې دمه له شلو زیات لیکلي او ژباړلي اثار لري.
د استاد منلي نظم
مېوه
—-
د تورو ورېځو زړه کې
تالندو چیغې وکړې
د اسمان خړه لمن
د برېښناګانو پړکا وڅیرله
هلته مې څنګ ته ټکه ولوېدله
دلته مې ته پر زړه را واورېدې
زما د هیلو ونې،
د پسرلي له فیضه،
په هره څانګه کې زرګونه ګلان
د زړه په زور زنګول
هغه دې واړه راته
له یوه شړک سره تالا ترغه کړل

اوس به نو ما خلک بې بره بولي