کتگوری - خبرهای خارجی

يوې  زلزلې  د ايران شمال ختيځې سيمې  ولړځولې

 خبري سرچينو د ايران په شمال  ختيځو سيمواو مشهدښار ته  څيرمه  د زلزلې خبردارى ورکړى دى . دامريکا دځمکې پيژندنې دڅيړنې مرکز ددغې زلزلې سختوالى  دريکټر په مقياس شپږ اعشاريه يوه درجه او مرکز يې د مشهد ښارجنوب ختيځ په شپږ اوويا کيلومترۍ واټن کې د لسو متروپه ژوروالي کې  خبر  ورکړى دى. دولتي ټلويزيون هم ويلي دي چې دغه زلزله په سيمه ييز وخت دسهار په لسو بجواوڅلويښتو دقيقو دخراسان رضوي ولايت په سفيدسنګ کې شوې ده او د     د غې زلزلې له امله دمشهد ښار او شاوخوا سيمو کې  ټيلفوني اړيګې  ګډې وډې شوې دي او...

دپاکستان په لاهور ښارکې ځانمرګى چاودنه.

 دپاکستان دپنجاب ايالت مرکز لاهور ښارکې نن سهار د ځانمرګي بريد له امله دڅلورو عسکرو په ګډون څه ناڅه شپږ تنه ووژل شول او نولس تنه نور ټپيان شول. : دپاکستان خبري شبکې ددغه تروريستي چاودنې موخه دسر شميرنې ټيم و . لاهور دپاکستان له امنو ښارونو څخه شميرل کيږي څلور تنه وژل شوي کسان د پاکستان سرشميرنې دټيمونو دساتنې مسوول او دوه تنه نور ملکيان و. تراوسه پورې ددغې پيښې مسووليت چا په غاړه نه دى اخيستى. دپاکستان اردو دسرشميرنې دټيم د ساتنې لپاره خپل ٢٠٠ زره ځواکونو ددغه هيواد دحکومت په واک کې ورکړي دي...

دونالد ترامپ له قاهرې سره د اړيکو د پراختيا خبر ورکړ

د مصر جمهور رئيس عبدالفتاح السيسي چې په واشنگټن کې دى؛ پرون يې د امريکا له جمهور رئيس دونالد ترامپ سره په سپينه مانۍ کې وکتل. د باختر اژانس د خبر په اساس دواړو ولسمشرانو په دې کتنه چې له خبري کنفرانس پرته پاى ته ورسيده؛ د قاهرې او واشنګټن په اړيکوکې مهم ګام شمېرل کيږي، ځکه السيسي د مصر لومړنى جمهوررئيس دى چې په وروستۍ يوه لسيزه کې سپينې ماڼۍ ته بلل شوى دى. په داسې حال کې چې د امريکا پخواني جمهور رئيس بارک اوباما د هغه څه په باب چې د بشري حقوقو مسئلې بلل کيدې؛ له عبدالفتاح السيسي سره د نږدې کيدو...

د صربستان صدر اعظم  د دغه هېواد جمهور رئيس شو

د صربستان د جمهوري رياست په انتخاباتوکې د دغه هېواد د صدر اعظم الکساندر  ووچيچ د غوڅ برياليتوب يادونه شوې ده. په داسې حال کې چې د انتخاباتو زياتې رايې شمېرل شوې دي . داسې ښکاري چې وو په سلوکې له پنځوسوڅخه د زياتو رايو په ګټلو سره بريال شوى دى او انتخابات به دويم پړاو ته ونه رسيږي. ساشايانوکويچ تراوسه پورې په دويم مقام کى دى او په دريم مقام کې لوکاماکسيميويچ دى. ووچيچ د اروپا اتحاديې د سياستونو ملاتړ کوي  خو مخالفينو يې پرې تور لګولى دى  چې له انتخاباتو څخه په خپله ګټه استفاده کړې ده. د صربستان...

دهند دکورنيو چارو وزير: د هندپوله له پاکستان اوبنګله ديش سره تړل کيږي

د هند دکورنيو چارو وزير له تروريزم سره د مبارزې په خاطر د هند جدي عزم ته په اشارې سره څرګنده کړه  .  هندته دپوځي مليشو او تروريستانو دنفوذ دمخنيوي په خاطر له پاکستان او بنګله ديش سره دهند پوله تړل کيږي. راجنات سينګهه پرون  داوتارپراديش ايالت دځمکنيو قوتونو دقوماندانانو په منځ کې زياته کړه، دهند دپولو تړل او له تروريزم سره دمبارزې او هېواد ته دمهاجرينو دمخنيوي په خاطر يو سترګام دى. ده په دغه بيان سره   چې  له پاکستان سره دهند ګډه پوله د ٢٠١٨ ميلادي کال ترپاى پورې تړل کيږي زياته کړه ؛ هغه پولې چې...

امريکا او بريټانيا ته دلپ تاپ دليږدولوممنوعيت عملي کيدل

امريکااو بريټانيا ته په ځينوالوتنوکې دلپ تاپ دليږدولو په باب محدوديت عملي شوى دى اوله دې وروسته به  هغه مسافرين چې له منځني ختيځ څخه دامريکا او بريټانيا په لورسفر کوي  اجازه نه  ورکول کيږي چې له مبايل څخه ستر الکترونيکي وسايل  په الوتکه کې له ځان سره وليږدوي. دنوې مصوبې له مخې :هرهغه الکترونيکي وسايل چې له مبايل څخه ستر وي دالوتکې دکارګو ځاى ته  بايد تحويل شي. له دې مخکې  دامريکا دامنيتي منابعو له خولې خبر ورکړى شوى و  چې هغوى نوي اطلاعات ترلاسه کړي دي چې دداعش ډله د هغو لارو چارو په لټه کې ده ...

دبريتانيا  دتروريستي بريد يرغلګر څلور کاله په عربستان کې ژوند کړى دى

 په لندن کې دچهارشنبې  دورځې دتروريستي بريد يرغلګر خالد مسعود په باب  نوي جزييات  ددې ښکارندوى دى چې   دى له  ٢٠٠٥ څخه تر ٢٠٠٩  ميلادي کلونو پورې په سعودي عربستان کې  استوګنه کوله او هلته يې دانګليسي  ژبې لوست ورکړى دى .  دايرنا دخبرله مخې  دګاردين  ورځپاڼې پرون په يو رپوټ کې د خالد مسعود دهويت دافشا کولو په باب  ليکلي دي ، په  ٢٠٠٥ ميلادي کال کې دانګليسي  ژبې دتدريس لپاره  سعودي عربستان ته سفر وکړ او په دغه هېواد کې له څلوروکلونو استوګنې وروسته  په  ٢٠٠٩ کال کې لندن ته  راستون شو او دانګليسي...

دپاکستان  دپنځم ايالت په توګه د ګيلګت په اعلام  دکشمير دبيلتون غوښتونکو مشرانو اعتراض

  دکشمير بيلتون غوښتونکي مشران  دشنبې په ورځ  دپاکستان  د پنځم ايالت په توګه دګيلګت _  بلتستان  په اعلام  داسلام اباد په طرحې  په اعتراض سره  دغه اقدام يې  د نه زغم وړ وبلل .  دکشمير بيلتون غوښتوونکي مشران سيد علي ګيلاني  مير واعظ عمر فاروق او محمد ياسين مالک  دشنبې په ورځ  دګډې  وينا  په صادرولو سره اعلام وکړ چې دکشمير خلک دهند اوپاکستان سره  دجمو او کشمير  دهرې برخې  دادغام اويا بيلتون  سره مخالف دي .  او دغه دوه هېوادونه  دجمو او کشمير  دجغرافيايي حالت  دبدلون حق نه لري .  دکشمير بيلتون...

په پيرو کې  دسيلاونو دراوتلو له امله اويا تنه ووژل شول

دتيرو څو ورځو په بهير کې په پيرو کې  دسختو اورښتونو او سيلاونو  دراوتلو له امله  څه ناڅه  دوه اويا تنه  ووژل شول . دغه سيلاونه چې ويل کيږي  په تيرو ديرشو کلونوکې  بې ساري و ،  دپيرو  څه ناڅه نيمايي تر اغيزې لاندې نيولى دى او ددغه هېواد اته سوه ښارونه او کليو کې فوق العاده حالت اعلام شوى دى .  له دې سره جوخت  داردو قطعاتو دنظم دټينګښت  په خاطر په زيانمنونکو ښارونوکې ځاى پرځاى شوي دي  .  پيروداتيايمې ميلادي لسيزې په وروستيو کې له سختو سيلاونو سره مخامخ شوى و

هشدار کوریای شمالی به امریکا در پی ورود کشتی طیاره بردار وینسون به منطقه

در پی ورود کشتی طیاره بردارامریکایی کارل وینسون به حریم بحیره کوریای جنوبی،حکومت کوریای شمالی تهدید کرد اگر این کشتی در جریان مانور مشترک با سیول تمامیت ارضی پیونگ یانگ را نقض کند «بی رحمانه» به امریکا پاسخ خواهد داد. خبرگزاری رویترز اعلام کرد که طیارات جنگی اف-18 از سکوی پرواز این کشتی طیاره بردار اتمی به پرواز درآمدند و قدرت جنگندگی امریکا در سطح منطقه را به نمایش گذاشتند. این منطقه به خاطر آزمایش‌های هسته‌ای و راکتی اخیر کوریای شمالی به شدت متشنج است و کشورهای منطقه را نگران کرده است...