کتگوری - فرهنگ و هنر

داکتر عبدالله عبدالله به هرات سفر کرد

داکتر عبدالله عبدالله رئیس اجرائیه حکومت وحدت ملی صبح امروز در راس یک هیئت به ولایت هرات سفر کرد. دراین سفر داکتر عبدالله عبدالله با هیئت همراهش در سومین نمایشگاه صنعتی هرات شرکت می کند و نیز امور دوایر دولتی آن ولایت را مورد ارزیابی قرار می دهد. دراین سفر رئیس اجرائیه حکومت وحدت ملی را وزرای  صحت عامه ، انرژی وآب ، امور زنان و وزیر دولت در امورتوریزم  وشماری از روسای ادارات مستقل همراهی می کند.

محمد اشرف غني: د استاد مجروح پيغامونه  کيداى شي د استبداد له مفکورې سره په مبارزه کې زموږ د لارې ډيوه وي

د (هېواد د مشهور اکاډميک او پوه شخصيت پوهاند ډاکترسيد بهاءالدين مجروح  ادبي  او فلسفي  مفکورې)  د هغه علمي او څيړنيز سيمينار عنوان و چې پرون په کابل پوهنتون کې جوړ شو . پوهاند ډاکترسيد بهاءالدين مجروح د افغانستان مشهور فيلسوف، سياستوال، اديب او ټولنپوه دى چې د خپل عمر په اوږدوکې يې ستر خدمتونه وکړل او په پاى کې د افغانستان د خلکو د دښمنانو له خوا په پيښور ښارکې شهيد کړى شو.  په همدې مناسبت په هغه سيمينارکې چې د کابينې د يوشمېر وزيرانو، د جمهوري رياست د فرهنګي سلاکار، پوهانو او د کابل پوهنتون د...

د ( لبخند) دانځورګرۍ دآثارو نندارتون پرانستل شو

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت مالي ، اداري او ګرځندوى معينې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي نن د ( لبخند ) دانځورګرۍ دآثارو نندارتون په کابل کې پرانست. دغه نندارتون داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د ملي نګارستان دآمريت له خوا داميد جهاني موسسې په همکارۍ په کابل کې جوړشوى دى. په دې نندارتون کې دخطاطۍ دهنري ډلې د ځوانو هنرمندانو دانځورګرۍ ، رسامۍ او خطاطۍ څلويښت آثار نندارې ته وړاندې شوي دي . ددغه نندارتون دپرانستلو په مراسمو کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت مالي ، اداري او دګرځندوى معينې دهنر او هنرمند درول په اړوند...

ټلويزيوني  شبکې او دملي ماتم  په ورځ  درسالت هيرول

دثور دمياشتې دريمه په بلخ ولايت کې دشاهين قول اردو تروريستي پيښې  دشهيدانو ددرناوي او تکريم په موخه په هېوادکې ملي ماتم و. په بلخ ولايت کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو په قوماندانۍ دتروريستي  بريد له امله دهېواد يوشمير ميړني  پوځيان  شهيدان شول .  هغوى تر هغې ګړۍ  پورې چې ژوندي و يواځې په يوې ژمنې سره يې ژوند کاوه او هغه په دغه هېواد کې دځوريدلو خلکو  دفاع او دملي ، هېوادنيو او ديني ارزښتونو دفاع وه .  هغوى  په يوې پټمنې ژمنې سره ژوند وکړ او په ميړانې سره دهېواد ددفاع په لاره کې شهيدان شول .  دهغوى...

 يوه څلور لارې  دغازي ميرزمان خان په نامه ونومول شو

  داحمد شاه بابا مينې دپروژې  لومړى  څلور لارې  نن دغازي ميرزمانخان په نامه ونومول شوه .  دباختراژانس دخبريال دخبرله  مخې ، په هغې غونډه کې چې له همدې امله  ديوشمير دولتي مسوولينو ، په کابل کې  دکونړ دقومونو د پيوستون دشورا  ديوشمير غړو او دسيمو دخلکو په ګډون جوړه شوې وه  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست  پوهاند محمد رسول باوري  د غازي ميرزمانخان دکارنامو په باب معلومات ورکړل او ويې ويل  چې دى دهېواد دخپلواکۍ يو مبارز او وياړلې  اتل و .   دغه راز  په دې مراسمو کې  دجمهور رييس سلاکار راشدي په کابل...

په غور کې  دوه لرغونې اثار ترلاسه شول

په غور ولايت کې پرون دوه لرغونې اثار دملي امنيت دمنسوبينو له خوا ترلاسه شول .  دغور ولايت دملي امنيت رياست رسنیو ته وویل دغه دوه لرغونې اثار چې تراوسه پورې يې نوعيت نه دى څرګند شوى لوښو ته ورته دى   او له اوسپنې څخه جوړ شوي دي دغور ولايت ددولت يار ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترلاسه شوي دي .  خبرځاى زياته کړه دغه اثار دغور ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست ته  سپارل شوي دي .

د انځورګرۍ پسرلنى نندارتون پرانستل شو

 د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمد رسول باوري نن په ملي نګارستان کې د انځورګرۍ پسرلنى نندارتون پرانست. په دې نندارتون کې د باميانو د هنري مرکز د هنرمندانو شپيته ډول ډول آثار د دريو ورځو لپاره نندارې ته وړاندې شوي دي. د دغه نندارتون د پرانستلو په غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست  پوهاند محمد رسول باوري د هنرمندانو د ودې او پرمختګ لپاره د دغه شان نندارتونونو جوړول ګټور وبلل او ويې ويل: هنرمندان د شخړې ذهن په هنرکې رامنځته نه کړي او داسې آثار خلق کړي چې مخاطبان يې غوښتنه کوي. د...

په خوست کې ژمن ټلویزیون په نشراتو پیل وکړ

 په خوست ولايت کې ژمن شخصي ټلویزیون نن په رسمي ډول په خپلو نشراتو پیل وکړ. د خوست والي پوهنمل حکم خان حبیبي رسنیو ته وویل چې رسنۍ د یوه هېواد په پرمختګ کې مهم رول لوبولى شي. والي د ژمن ټلویزیون له ادارې او مسوولینوڅخه وغوښتل چې د حقایقو ترڅنګ دې په هېواد کې د شته نظام ملاتړ هم ضروري او اړین دی، نو باید د خلکو د غوښتنې ترڅنګ د هېواد د مثبت بدلون لپاره هم کار وکړئ او همدا شان یې په خوست کې له ټولو رسنیو هيله وکړه چې د خپل اصیل فرهنګ د ودې او پراختیا لپاره نورهم زيار وباسي. د خوست ولایت د اطلاعاتو...

قزاقستان په دغه هېواد کې دباخترګنجينې آثارود نندارتون د جوړولو غوښتنه وکړه

په کابل کې د قزاقستان د سفارت مستشار داطلاعاتواوفرهنګ وزارت له سرپرست پوهاند محمدرسول باوري سره په  کتنه کې  په دغه هېواد کې دباختر ګنجينې آثارو دنندارتون د جوړولو په باب دخپل هېواد علاقمندي څرګنده کړه. په دې کتنه کې په کابل کې د قزاقستان سفارت مستشار انوراسماعيل اوف څرګنده کړه  چې  قزاقستان علاقمنددى  دافغانستان دباخترګنجينې آثارپه دغه هېوادکې دنندارې لپاره وړاندې کړي. دغه رازداطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست دافغانستان له خلکو سره په بيلابيلو برخو کې د قزاقستان د ښو اړيکو اونيکو همکاريو  له امله...

دارواښاد جلال نوراني  جنازه خاورو ته وسپارل شوه

د ورځپاڼه ليکوونکي  ، نمايش نامه ليکوونکي اوپه يوه کلمه کې  دهېواد دفرهنګ دخدمتګار ارواښاد جلال نوراني جنازه پرون خاورو ته وسپارل شوه. دارواښاد جلال نوراني دجنازې دښخولو په مراسمو کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معين سيدفاضل سانچارکي ،  د دغه وزارت يوشمير رئيسانو او مسوولينو ، فرهنګيانو ، ليکوالانو ، درسنيو کارکوونکو او دارواښاد دوستانو اوخپلوانو ګډون کړي وو. دنوراني دجنازې له ښخولو وروسته  دآزادۍ مطبعو رئيس ضيابوميا دنوراني دژوندانه په باب خبرې وکړې   او ويې ويل  چې  دهېواد دفرهنګ...