خبرهای ورزشی

په لوګر ولايت کې دکرکټ بورد دلوبغالي دبنسټ ډبره کيښودل شوه

دلوګر ولايت دکرکټ بورد دلوبغالي دبنسټ ډبره پرون ددغه ولايت دوالي له خوا کيښودل شوه.

دغه لوبغالى به دهندوستان په مرسته دڅلورسوه زرو امريکايي ډالرو په لګښت په پل علم کې دپنځلس جريبه ځمکې په ساحه کې جوړ شي.

يوه اړوند خبرځاى وويل :همدا اوس په لوګرولايت کې دکرکټ پنځه څلويښت ټيمونه په رسمي او غير رسمي ډول شتون لري خبرځاى زياته کړه: دکرکټ دملي ټيم زياتره غړي دلوګر ولايت اوسيدونکي دي په دغو مراسمو کې دکرکټ يو زيات شمير مينه والو ګډون کړى و.