خبرهای خارجی

د ملګرو ملتونو د نوي منشي لوړه وکړه

۶۷ کلن انټو نیو ګوتریس د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د نوي عمومي منشي په توګه لوړه وکړه.

انتونیوګوترس چې ۶۷ کلن دی. تر دې وړاندې په ملګرو ملتونو کې  د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د مشر په توګه دنده ترسره کړې ده.

ګوترس د روان کال په اکټوبر میاشت کې د بان کي مون پر ځای چې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په توګه یې د خدمت موده پای ته رسېدلې، وټاکل شو

دی به د ۲۰۱۷ میلادي کال په پیل کې د بان کي مون پر ځای د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په توګه کار پیل کړي