خبرهای خارجی

دامريکا منتخب جمهور رييس د روسي هکرانو د رول په باب دسيا رپوټ ردکړ

دامريکا منتخب جمهور رييس دونالد ترامپ دامريکا په انتخاباتو کې د روسي هکرانو د رول په باب دامريکا د اطلاعاتو دسازمان د رپوټ په خندوونکى بللو سره دغه رپوټ رد کړ.

دامريکا دمرکزي اطلاعاتو سازمان په هغه رپوټ کې چې دجمعې په ورځ خپور شو ويلي دي چې روسي هکرانو هلې ځلې کولې چې دانتخاباتو نتيجې د دونالد ترامپ په ګټه اعلان کړي.

ترامپ ويلې دي دموکرات ګوند چې په انتخاباتو کې يې ددغه شان سترې ماتې اټکل نه کيده په دغه شان رپوټونو لاس پورې کړى دى .

دوه ورځې مخکې دامريکا دمرکزي اطلاعاتو سازمان ويلي وو دغې جمعبندي ته رسيدلى دى چې روسي هکرانو هلې ځلې کولې دامريکا په انتخاباتو کې د دونالد ترامپ له برياليتوب سره مرسته وکړي.

د روسيې دولتي مقاماتو تل په دغو انتخاباتو کې په هک کولو پورې اړوند تورونه رد کړي دي.