خبرهای خارجی

په کاستاريکا کې د سخت توپان چليدل

په کاستاريکاکې دسيمه ييزو مقاماتو دڅرګندونو له مخې: ددغه هېواد سواحلو ته د (اوتو) په نامه د سمندري توپان په رسيدو سره څه ناڅه نهه تنه ووژل شول او په زرګونو تنه نور له خپلوکورونوڅخه وتلو ته اړ شول.

له اوتو توپان سره سخت اورښتونه يوځاى و.

کابو ٥ زره ٥٠٠ تنه له خپلو مېنو او کورونو څخه وتلو ته اړ شوي دي او حکومت د وژل شويوکسانو په خاطر درې ورځى عمومي ماتم اعلان کړى دى.

توپان او سيلاوونو په زرګونو تنه خټې او شګې له ځان سره ښارونو ته ليږدولې دي او ارتباطي لارې يې تړلې دي.

د اوتو سمندري توپان چې زياتره په مرکزي امريکا کې چليږي؛ د تيرې پنجشنبې په ورځ يې لومړى په نيکاراګوا کې وچليد.وروسته د هغه د مرکزي بنسټ په کمزوري کيدو سره د سمندري توپان درجې ته ورسيد.

سره له دې هم هغه تند بادونه چې په يو ساعت کې د يو سلو پنځه اويا کيلومترو په چټکتيا چليدل، د کاستاريکا سواحلو ته په رسيدو سره يې په دغه هېواد کې بې ساري تاوانونه واړول.

 مخکې له دې د امريکا د وچې د هواپوهنې په تاريخ کې کاستاريکا ته هيڅ سمندري توپان چې له ١٨٥١ م کال راپه دې خوا يې د هوا پوهنې شميرنې ثبتې شوې دي؛ نه ورسيدلى.