خبرهای داخلی

دکوماندو کوومکي ځواکونه فراه ته ورسيدل .

دفراه ولايت سيمه ئيز مقامات وايي چې دفراه ښار په شاوخواکې جګړه دوام لري او امنيتي ځواکونه بريالي شوي دي طالبانو ته دسر دروندزيان واړوي .
دفراه دوالي وياند محمد اقبال باهر وويل :طالبانو له بدنګتوت له سيمې څخه په شاتګ کړى دى او يواځې دتيرو ٢٤ ساعتونو جګړه کې ٢٥ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي او شپاړلس تنه نور يې ټپيان شوي دي
دکوماندو دځواکونو وياند وايي دوه سوه تنه کوماندو ځواکونه او سل زغره وال ټانکونه دفراه ښار شاوخوا سيمو ته رسيدلي دي .
دفراه دوالي وياند وايي دبدنګتوت دسيمو په ساحو کې جګړه دوام لري خو امنيتي ځواکونه هلې ځلې کوي چې ټولې سيمې دطالبانو له شتون څخه پاکې کړي .
دفراه ښار په شاوخوا کې دروانې اوونې په پيل کې ناامنۍ او دطالبانو نفوذ پراختيا وکړ او دسيمې داوسيدونکو دڅرګندونو له مخې: طالبانو په ښار دبريد نيت درلود .
په رارسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي چې پرون دښار په شاوخوا سيمو کې جګړه سخته شوه خو طالبانو ونه شو کړاى ښار ته ننوځي .
دفراه دوالي مرستيال وويل چې دفراه ولايت دخاک سفيد ، بالابلوک ،بکوا ، پشت رود او دګلستان له ولسواليو څخه سيمه ئيز طآالبان دهلمند ، بادغيس ، غور او دنيمروز له ولايتونو څخه له نورو طالبانوسره يوځاى شوي دي او دفراه ښار دنيولو نيت لري .