خبرهای خارجی

په هایتي کې درې ورځې ماتم اعلان شوی دی

په هایتي کې خلک د تېرې اوونۍ په سمندري توپان کې د خپلو وژل شویو عزیزانو لپاره ۳ ورځنی ملي ماتم پرون پیل کړ

تېره اوونۍ د سې شنبې په ورځ د هریکان ماتیو  په نوم سمندري توپان په هایتي کې ۳۳۶ کسان ووژل او ۲۱۱ یې ټپیان کړل.

د هایتي خکلو د دې غمېزی نه وروسته درې ورځې ماتم اعلان کړ، درې ورځې به د هایتي بیرغ نیم ځوړند وي.

د هاییتي د ولسمشر دفتر پرون په یوه بیان کې وویل چې د قربانیانو د کورنیو او عزیزانو درد به دا هېواد یو موټی وساتي.

په ځینو راپورونو کې د دې تراژېدۍ د قربانیانو شمېر خورا زیاته ښودل شوې دي خو په داسې حال کې چې د هایتي د جنوب لویدیځ توپان ځپلو سیمو ته تلل ستونزمن کار ی او د پېښې د قربانیانو دقیق شمېر ګران دی ‎.

په همدې حال کې د نړۍ د کاتولیک عیسویانو مشر پاپ فرانسس د دې طبیعي مصیبت له قربانیانو سره د نړیوالو د مرستې غوښتنه وکړه. پاپ پرون په واتیکان کې په مذهبي مراسمو کې وینا کوله:

“په ډیرې خواشینۍ سره مې په کارابین سیمه، په تېره په هایتي کې د تېرو څو ورځو د سمندري توپان خبر ترلاسه کړ چې خورا زیات ځاني او مالي زیانونه یې اړولي دي.زه د نړیوالې ټولنې، مذهبي موسسو او د ښه نیت لرونکو وګړو د خواخوږۍ پر حس ډاډه یم.”

د ماتیو Matthew په نوم دې سمندري توپان ته دا ځل ۴ مه درجه ورکړل شوې په داسې حال کې چې پنځمه یې تر ټولو سخته ده.

د دې توپان په ترڅ کې د ۲۳۰ کیلومتره په سرعت باد چلېده چې ګڼ شمېر کورونه، سړکونه او عامه تاسیسأت یې ویجاړ کړل.

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې د هایتي د توپان ځپلو سیمو شاوخوا درې نیم لکه وګړي سمدستي مرستو ته اړ دي.