خبرهای خارجی

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي ویلي د سارک په غونډه کې ګډون نه کوي

د هند د بهرنو چارو وزرات په یوې بیانیې کې ویلي دي چې په سرحد باندې د ورستیو نښتو او د هند په داخلي چارو کې د پاکستان د مداخلې نه ورسته هغوي دا پریکړه کړیده چې په راتلونکې میاشت کې په اسلام آباد کې کېدونکې د سارک غونډه کې ګډون نه کوي.

د هند حکومت دغه پریکړه څو ورځې ورسته د هغې نه کړیده چې لومړي وزیر نریندرا مودي ویلي وو چې په نړیواله توگه به پاکستان گوښه کړي. هغه دغه وینا په هندي کشمیر کې د پوځ په یوې اډې باندې د حملې نه ورسته، چې پکي ١٨ تنه پوځیان ووژل شول کړیده

د هند چارواکي وایي هند دا پرېکړه په کشمیر کې د ورستیو ناکراریو له  راپیدا کېدو وروسته کړې ده.

د هند او پاکستان تر منځ اړېکې وروسته له هغې لا پسې خرابې شوې چې هند په کشمېر کې د پوځیانو په اډه باندې برید کې د پاکستان لاس لرلو ادعا وکړه.. اسلام اباد دغه تورونه ردوي او وایي چې دغه حمله په کشمیر کې د څو میاشتو د روان تشنج نتیجه کیدای شي.

د هند د بهرنیو چارو په خپره شوې بیانیه کې دا هم ویل شوي دی نورو گډون کونکي هېوادونو  هم د دغې غونډې په هکله اندیښنې څرگندي کړي دي، خو په اعلامیه کې د کوم هېواد نوم نه دی اخېستل شوی..

خو کیدای شي چې د هند هدف افغانستان او بنگله دیش وي. ځکه دغه دواړ هېوادونهو په پرله پسې توگه په پاکستان انتقادونه کوي چې د ترهگرو ملاتړ کوي خو دغو دواړو ملکونو په ډاگه څه نه دي ویلي.

د هند د بهرنیو چارو د خپرې شوې بیانیې په ځواب کې ویلي چې په دوی لګېدلي تورونه ناسم دي او د کشمیر مسله د نړۍ به کچه پېژندل شوې مسله ده..