خبرهای داخلی

د توپخاني کلى د دولتي ځواکونولاس ته ورغى او پرمختګ دوام لري

د سرپل ولايت دسانچارک په ولسوالۍ کې د ځمکې او هوا له لارې چاڼيز عمليات نن سهار پيل شول .
د سرپل د والي وياند ذبيح الله اماني وويل چې په دغو عملياتوکې په سلګونو تنو افغان ځواکونو ګډون کړى دى چې همدا اوس دوسله والو طالبانو د قرارګاوو په لور د پرمختګ په حال کې دي.
اماني زياته کړه چې د سانچارک ولسوالۍ د توپخاني کلى همدا اوس د امنيتي ځواکونوپه واک کې دى او د دغې ولسوالۍ د نورو کليو د بېرته نيولو لپاره هلې ځلې دوام لري .
د سرپل د ولايتي شورا رئيس وايي چې تر اوسه پورې ١٦ تنه وسله وال طالبان له امنيتي ځواکونو په نښتوکې وژل شوي او ١٦ تنه نور ټپيان شوي دي او مړي يې له جنګي وسايلو سره د جګړو په ډګر کې پاتې دي.