اقتصادی

نړیوال بانک د اوبو لګولو د سیستمونو د بیارغونې او پراختیا له پروژې سره اویا میلیونه ډالره مرسته وکړه

نړیوال بانک د اوبو او برېښنا وزارت په اډانه کې د افغانستان د اوبو لګولو د سیستمونو د بیارغونې او پراختیا له پروژې سره د اویا میلیونه ډالره مرسته وکړه. دغه مرسته نن داجرائیه رئیس په مشرۍ په سپېدار ماڼۍ کې د شوې ناستې پر مهال وشوه.
داجراييه رياست مطبوعاتي دفتر خبر ورکړ.
د دې ناستې پر مهال د اوبو او برېښنا وزیر علي احمد عثماني وویل، وزارت یې د اوبو په اړه دوه نوي لرلیدونه لري، یو دا چې له اوبیزو سرچینو سره باید د نني او راتلونکي نسل د خزانې په توګه چلند او تعامل وشي او هم له اوبو داسې ګټه واخیستل شي، چې سرچینې راتلونکي نسل ته هم په سالم ډول وسپارل شي.
هغه وویل، دوی د اوبو د مهار او بندونو د جوړلو لپاره اغېزمن پروګرامونه لري چې یو د پخوانیو جوړو شویو بندونو، لکه کجکي، نغلو او نورو رغول او دویم د اوبو په برخه کې د سردارمحمد داوود خان د پلانونو پلي کول دي.
د اوبو او برېښنا وزیر وویل: موږ دغه راز د نویو بندونو په جوړولو کې هم اقدام کړی. د چک د برېښنا بند رغولو قرارداد شوی، په نېږدې راتلونکې کې به د کمال خان بند تړون هم وشي، ځکه ټول تدارکاتي مسایل یې ترسره شوي دي. د کجکي برېښنا بند درېیم توربین به هم ژر ګټې اخیستنې ته وسپارل ښي.
ده زیاته کړه، د افغانستان د اوبو لګولو د سیستمونو د بیارغونې او پراختیا پروژه په څلور دېرشو ولایتونو کې پلې کېږي، چې د دې پروژې په لړ کې به 222 د اوبو لګولو شبکې ورغول شي، 214000 هکتاره ځمکه به خړوبه او 385000 کورنۍ به د اوبو له نعمت څخه برخمنې کړي.
ښاغلي عثماني وویل، چې دا پروژه د یوې اغېزمنې پروژې په توګه لسګونه زره کسانو ته کار پيدا کوي او هم ښارونو ته د کلیوالو له کډوالۍ مخه نیسي.
د نړیوال بانک استازي ښاغلي تورو کونیشی په دې ناسته کې وویل، چې اداره یې له افغانستان سره د اوږدمهال لپاره مرستو ته ژمنه ده او دغه مرسته چې د دې پروژې له لارې یې له افغانستان سره کوي، د اوبو په مهارولو، د کرنې په میکانیزه کولو، د سېلابونو په مخنیوي او د افغانستان له پراختيا سره مرسته کوي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په دې ناسته کې له نړیوال بانک څخه مننه وکړه، چې له یادې پروژې سره یې اویا میلیونه ډالره اضافه مرسته وکړه. هغه وویل، دا یو ښه خبر دی، چې یوه افغانستان شموله اغېزمنه پروژه، چې د افغانستان د اوبو لګولو د سیستمونو د بیارغونې او پراختیا پروژه ده، د څلورو کلونو لپاره نوره هم خپله مالي بودیجه پيدا کوي.
اجرائیه رئیس یو ځل بیا ټولو ته د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د اوه نوي یمې کلیزې مباریکي وویله او زیاته کړه، چې د شاه غازي امان الله خان په مشرۍ د ازادۍ او خپلواکۍ د لارې شهیدانو باید قدر وشي او دا ورځ بايدپه شاندارو مراسمو سره هر کال ونمانځل شي.
هغه اوبه د ژوند منشاء یاده کړه او ویې ویل، چې افغانستان له ښو اوبیزو سرچینو برخمن دی؛ خو د دې اوبو د مهار او ترې د سالمې ګټنې لپاره په تېرو وختونو کې اساسي کار نه دی شوی. اجرائیه رئيس وویل، هر ګام چې د افغانستان دپراختيا لپاره اخیستل کېږي، په حقیقت کې د ثبات لپاره نېږدې کېږو او دغه پروژه به د فقر او بېکارۍ په لمنځه وړلو او کرنیزو تولیداتو په زیاتولو کې مهمه ثابته شي.