خبرهای داخلی

د ملي امنیت سلاکار په کابل کې د هند له سفیر سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر په کابل کې د هند جمهوریت له لوی سفیر ښاغلي من پریت هورا سره وکتل.
په دې کتنه کې د افغانستان او هند پر سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکاریو خبرې وشوې.
د هند سفیر ښاغلي من پریت هورا په کابل کې د تښتوونکو له منګولو د یوې هندۍ تبعه د خلاصون په برخه کې د افغان امنیتي ځواکونو هڅې وستایلې او د خپل دولت په استازیتوب یې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت څخه مننه وکړه.
د هند سفیر د هغه هېواد له لوري د ملي پولیسو لپاره د روزنیزو برنامو د پرمختګونو او جزییاتو په اړه خبرې وکړې او د افغانستان له خلکو او دولت سره یې د خپل هېواد د هر اړخیزو همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د وارسا سرمشریزې او د روسیې فدراتیف جمهوریت ته د خپل سفر لاسته راوړنو ته په اشارې وویل، چې هېواد یې د ترهګرۍ د ګواښونو د ځپلو لپاره د ملي پوځ په تجهیز کې د خپلو نړېوالو او سیمه ییزو متحدینو همکارۍ ته اړتیا لري.
د ملي امنیت سلاکار د (دوستۍ بند) په څېر لویو اقتصادي پروژو په تمویل، له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د تجهیزاتو مرستې او د ملکي او نظامي سکتور افغان زده کوونکو ته د زده کړو فرصتونو د برابرولو له امله له د هند جمهوریت له مرستو او همکاریو مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې هېواد به یې د هغو پروژو او د پروژو د کارکوونکو د امنیت د تامین لپاره په پوره قوت تدابیر نیسي، چې د هند جمهوریت په مرسته جوړېږي.
په دې کتنه کې پر یو شمېر نورو دوه اړخیزو مسایلو هم خبرې وشوې.