اقتصادی

د ګرځندوی وده او د های نان ولایت

د ښار جوړونې، پراختیا او ګرځندوی لپاره چين حکومت په ډېرو برخو کې پانګونه کړې ده. های نان یو له هغو ولایتونو څخه دی چې د چین په جنوب کې پورت دی. شین پارک د همدې ولایت هغه سیمه ده، چې زیاته برخه یې ځنګلونو پوښلې ده همدا لامل دی چې د ګرځندویانو پام یې ځان ته ور اړولې دی.
صنعتي پروژې، لویې او وړې تصدۍ او د سمندر تر غاړې جوړ شوي هوټلونه هغه څه دي چې د های نان ولایت طبعي ښکلا ته یو ځانګړی رنګ وربښي.
د یاد ولایت ډېری وګړي په کرهنه او صنعتي کارونو بوخت دی او د یاد ولایت هر وګړی د پاک او ښه چاپیریال ساتنه خپله دنده بولي.
د های نان ولایت د خپل ځانګړي جغرافیایي موقعیت په لرلو سره چې د استوایي سیمې کې واقع دی رنګا رنګ طبیعي منظرې او قومي کلتورونه لري او دا ټول هغه څه دي چې د ګرځندوی لپاره خاص ارزښت لري.
د چین حکومت له ۲۰۰۹ کال را په دې خوا په دې هڅه کې دی چې یاد ولایت د سیلانیز ټاټو په بڼه جوړ کړي. دهمدې هیلې د پوره کېدو لپاره یې د یاد ټاپو د سمسورتیا لپاره پوره کار شوی دی.
د چین د اداري واحدونو په لېست کې د های نان ولایت د ۳۳۹۰۰ کیلومتره مربع مساحت او څه باندې ۸ میلونه نفوس په لرلو سره تر ټولو کوچنی ولایت دی.
په تېرو کلونو کې د بهرنیو سیلانیانو لپاره د های نان ولایت دومره د پام وړ نه و، خو اوس اوس له دې سیمې د لیدونکو شمېر ورځ تر بلې په ډېرېدو دی. جالبه خو دا ده چې په دومره یو کوچني ولایت کې له ۴۰۰۰ زرو زیات هوټلونه هم ودان شوي دي.
د های نان ولایت د چین او نورو هیوادونو تر منځ د همکارۍ او تګ راتګ لپاره یو ځانګړی ځای لري. چې ښه مثال یې د بریک هیوادونو او چین او افریقاء د هکارۍ په شمول یو شمېر نړیوالې غونډې په دې ټاپو کې تر سره شوي دي.
د اسیایي فورم اقتصادي غونډه چې ۲۶ هیوادونه یې غړیتوب لري او اساسي هدف یې د نړۍ په اقتصادي سیستم خبرې کول وی، هر کال په همدې ځای کې جوړېږي.
د های نان ولایت اوسېدونکي خپل ځانګړی تاریخ، دود او دستور لري د هغو د ساتنې او ښودنې لپاره په دولتي سطحه خپله هر کال د سیلانیانو لپاره یو لړ خاص ځایونه جوړ شوي دي چې د سیلانیانو لپاره یوه ښه د تفریح ځای دی.
په نندارتونونو کې د دغو وګړو پخوانی ژوندو، مینه او چاپېریال تمثیلېږي.له همدې درکه یاد ولایت ته د سیاحت له درکه هر کال په میلونونه ډالر پانګه ورځي.

Bashir Ahmad Samim: Beijing