خبرهای داخلی

دکورنيو چارو وزارت ددريو جګپوړو مقاماتو مجازات .

دکورنيو چارو وزارت دعامه محافظت  دمعينيت درې تنه جګپوړي  منسوبين دوظيفوي  غفلت  په علت داداري فساد ددرندو جرمونو پرخلاف دمبارزې دعدلي اوقضايي مرکز دقضايي هيئت له خوا په مجازاتو محکوم شول .دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، داداري  فساد له درندو جرمونوسره دمبارزې دعدلي اوقضايي  مرکز دابتداييه محکمې قضايي هيئت  پرون دهغې علني غونډې په بهير کې چې په همدې مقصد جوړه شوې وه دکورنيو چارو وزارت دعامه محافظت  دمعينيت عملياتي  لوى رييس اوسرپرست تورنجنرال عبدالرزاق  اميري ،. دعملياتي  لوى رياست داوپراسيون  دپلان مدير سمونوال عطامحمد  روکي او ددغه معينيت مالي او سوداګريز لوى رييس حميد الله  راحل  په داسې حال کې په مجازاتو محکوم کړل  چې په دغو کسانو څه موده مخکې په ارغندې چوک کې  دبهرنيو ځواکونو په نفتي توکو بار د ٣٠٧ ټانکرونو دسوځيدنې دقضيې په اړوند له وظيفوي واکونو څخه دناوړې ګټې اخستنې تور لګول شوى و .دپيښې دځاى دڅيړنې دټيم دمعلوماتو له مخې، دغه ټانکرونه دمقناطيسي  ماين دځاى پرځاى کولو او چاودنې له امله وسوځيدل  چې په پايله کې يې د  ٣٠٧ ټانکرونو دسوند توکو په بشپړه توګه اور واخست او زيات مالي تاوان واوښت .په همدې ترتيب دعملياتي لوى رياست استازي سمونوال شير محمد ، دغير دولتي پروژو دمحافظت رياست استازي سمونمل محمد هاشم  داستخباراتو دمديريت استازي لومړي څارن نور محمد اودقراردادونودمديريت استازي  ايمل شينواري دنه الزام په علت ددغې محکمې له خوا برائت  ترلاسه کړ .

نظر بدهید