خبرهای داخلی

دانتخاباتو دکميسيون وياند:دولسي جرګې او دولسواليو دشوراګانو انتخابات ترسره کېږي .

دانتخاباتو دخپلواک کميسيون وياند نن په يوه خبري غونډه کې ټينګار وکړ چې دولسي جرګې او دولسواليو دشوراګانو انتخابات دتلې دمياشتې په اته ويشتمه نيټه ترسره کېږي او دهغه دځنډولو په باب هر راز اوازې ناسمې دي .دباختراژانس خبريال ليکي:  په دې خبري غونډه کې دانتخاباتو دخپلواک کميسيون وياندسيد حفيظ  هاشمي  وويل  چې دانتخاباتو دترسره کولو لپاره لس ورځې پاتې دي له بده مرغه داسې اوازې  خپرې شوې  دي  چې ګنې  دولسي جرګې او دولسواليو دشوراګانوانتخابات به وځنډول شي خودغه کميسيون دهغو ټولو تياريو سره چې لري يې په غوڅه  توګه اعلاموي چې دغه انتخابات دتلې دمياشتې په  ٢٨ نيټه ترسره کېږي .هاشمي له ټولو انتخاباتي بنسټونو، مدني ټولنو اوله سياسي بهيرونو څخه وغوښتل چې خلک دانتخاباتودترسره کولو لپاره يو موټي کړيدانتخاباتو دخپلواک کميسيون وياند څرګنده کړه له ټولو وسايلو سره يې دبايو متريک ټولې دستګاوې زياتو ولايتونو ته ليږدول شوي دي  او نن ترپاى پورې نورو ولايتونو ته هم ليږدول کېږي  او دغه راز دولايتونو له مرکزونو څخه ولسواليو او کليو ته دبايو متريک د دستګاوې دليږدولو په حال کې دى .ده وويل حساس او غير حساس انتخاباتي توکي پخوا ټولو ولايتونو اوولسواليو ته ليږدول شوي دي چې له دې پلوه کومه انديښنه نشته او دغه راز درايي ورکوونکو نور نوم لړ هم ټولو ولسواليو ته ليږدول کېږي .  هاشمي زياته کړه چې تراوسه پورې  ٥٣ انتخاباتي مرکزونه دمدني ټولنې غړو ، سياسي بهيرونو ، کورنى اوبهرني رسني او په انتخاباتو پورې اړوند بنسټونو له کميسيون څخه باور ليکونه ترلاسه کړي دي

دانتخاباتو دخپلواک کميسيون وياند يوځل بيا ټينګار وکړ چې امنيتي  بنسټونو هم ډاډ ورکړى دى چې دانتخاباتو دترسره کولو او دامنيت دتامينولو لپاره بشپړ تيارى نيول شوي دي په دغو انتخاباتو کې دګډون لپاره څه ناڅه اته مليونه اته سوه زرو تنو رايي ورکوونکو نومونه ليکلي دي چې په هغه کې ٢٥٦٥تنو نوماندانو چې  څه دپاسه څلور سوه تنه يې ښځې جوړوي ولسي جرګې ته دلارې موندلې  لپاره سيالي کوي او ټاکل شوې ده تر  راتلونکو لسو ورځو پورې دولسي جرګې انتخابات ترسره شي او خلک ددې فرصت لري چې دانتخاباتو په ورځ دخپل نظر وړ نوماند دټاکنې لپاره درايو صندوقونو ته لاړ شي .   ختم_ ج +_ اکرم

 

نظر بدهید