ورزش

د حضرت الله ځاځي سلیزې کابل لوبډله بریالۍ کړه

 

د افغانستان د کرکټ د غوره لیګ سیالیو په شپږمه لوبه کې ننګرهار او کابل لوبډلې یوله بل سره د سیالۍ ډګر ته ووتلې.

د لوبې پچه د کابل ځوانانو لوبډل مشر راشد خان وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
ننګرهار په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د پنځو لبغاړو په سوځېدو سره کابل لوبډلې ته ۱۸۹ هدف ورکړ.

په مقابل کې یې د کابل لوبډلې ځوان لوبغاړي حضرت الله ځاځي سلیزې خپل لوبډله د بري پوړۍ ته ورسوله او یادې ډلې په ۱۸ اورونو کې یې په درې ویکټو ټاکلي هدف پوره کړ.

د ننګرهار لوبډلې په پیل کې ښه لوبه وکړه ۱۰۸ منډې یې به ۱۲ اورونو کې کړې وې او هیڅ کومه ویکټه یې له لاسه نه وه ورکړې، خو وروسته یې ژر ژر خپل لوبغاړي له لاسه ورکړل.

د کابل لوبډلې لپاره جاوید احمدي، راشد خان، فرید احمد او شاهدالله یوه یوه ویکټه واخستله.

د کابل ځوانانو لپاره د لوبې پیل ښه وه او حضرت الله ځاځي به ۵۵ توپونو ۱۲۴ منډې وکړې.

نوموړي په دې لوبه کې ۹ شپږیزې او ۱۲ څلوریزې ووهلې.
د کابل ځوانانو لپاره کووک رونچي ۲۶ او جاوید احمدي ۱۷ منډې وکړې.
د ننګرهار لپاره انټون ډېوېنچ ۹۴، نجیب ترکي۴۲ او بېن کټېنګ ۱۸ منډې وکړې.
د کرکټ دغه سیالۍ چې تېره اوونۍ پیل شوي ، د بلخ، کابل، ننګرهار، پکتیا او قندهار په نومونو لوبډلې په کې برخه لري.

د افغان لوبغاړي محمد نبي په مشرۍ د بلخ لوبډله تر دې دمه د دغو سیالیو مخکښه لوبډله ده چې د څلورو امتیازونو په درلودلو سره، د جدول په سر کې ځای لري.

نظر بدهید