خبرهای داخلی

پنځه ديرش تنه ډار اچوونکي ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول 

دهېواد په بيلابيلو سيمو کې دافغان امنيتي او دفاعي ځواکونو دګډو عملياتوپه بهيرکې پنځه ديرش تنه ډار اچوونکي ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر خبر ورکړ. دغه عمليات دهېوادوالو دسراو مال دساتنې او د ډار اچوونکو دځپلو په موخه ترسره شول .
په هغو عملياتو کې چې دملي اردو دځمکنيو قوتونو او دتوپچي پوځ په ملاتړ دروزګان ولايت دچارچينو ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول اتلس تنه ډار اچوونکي ووژل شول او دکندز ښار په مربوطاتو کې دګډو عملياتو په بهير کې داغاشيرين په نامه دمخالفينو ديوه قوماندان په ګډون اووه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول .
په همدې ترتيب دننګرهار ولايت داچين ولسوالۍ په مربوطاتو کې دملي اردو دځواکونو په چاڼيزو عملياتو کې دداعش دډلې پنځه تنه افراد ووژل شول او دکونړ ولايت د اسمار ولسوالۍ په اړوندوسيمو کې پنځه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول .
دغه راز ددغو عملياتو په بهيرکې چې دکورنيو او بهرنيو ډار اچوونکو پرخلاف ترسره شول دملي اردو يومنسوب شهيد شوى دى . ختم_ عطاالله _ اکرم
په بلخ کې ددوو ټولګټو پروژو کار بشپړ شو .